ایکنانیوز د فلسطین الیوم له قوله راپور راکړ،په ملګروملتو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په باب په امنیت شورا کې رائ اچونې پرون سهار وختي په نیویارک کې ترسره شوې او د صهیونیسټ رژية د ترټولو اصلي ملاتړي په توګه امریکا دغه پریکړه لیک ویټو کړ.
په دغې رائ اخستنې کې چې په امنیت شورا کې دامریکا د انزوا یوه صحنه وه ، یوازې امریکا منفي رایه ورکړه او انګلستان و سویس ورته سپينې رائې ورکړ، او نورو ۱۲ غړو هم ورته مثبته راي ورکړې.
اسلامی ملګرتیا موسیسې د یوې اعلامیې په صادرولو سره په ملګروملتو کې د فلسطین دبشپړ غړیتوب په نه منل کیدا افسوس کړی دی.په دغې اعلامیې کې راغلي دي، مونږ د امریکا د ویټو په سبب په ملګروملتو کې د فلسطین دبشپړ غړیتوب د پریکړه لیک په تصویبیدا کې دامنیت شورا پر ناکامۍ سخت د افسوس اظهار کوو.