ځانګړي خبرونه
ایکنا- د حضرت عباس علمدار(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل د خزانو او خطي نسخو میوزیم اعلان وکړ چې د امام حسین (ع) د اربعین د میلیوني لاریون \پر مهال ئې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو لیدونکو کوربهتوب کړی دی.
Aug 06 2026 , 14:49
ایکنا- د کربلا معلی والي وئيلی دي،چې د امام حسین (ع) د اربعین په ولولناک پلی لاریون کې له ۲۲ میلیون زیارتوالو ګډون کړی دی.
Aug 06 2026 , 13:51
ایکنا- د بني عامر موکب، چې د عراق د بصرې ولایت اړوند د حسینی اربعین تر ټولو ستر موکب ګڼل کېږي، او هر کال د وخت د شرایطو له مخې خپل پیغام د هنري او تجسمي بڼو له لارې د عزادارۍ ترڅنګ خلکو ته وړاندې کوي، سږکال هم کربلا معلی ته ورسېد او د خپلې سترې غونډې قرآني پیغام ئې رسماً نندارې ته وړاندې کړ.
Aug 05 2026 , 07:27
د ایران او عراق د قرآني فعالانو په ګډون
ایکنا- د حسيني اربعین د پیاده میلیوني لاریون سره هممهاله، د « شهید امام د وینې غوښتنې کاروان» نومې غونډه د ایران او عراق د قرآني ټولنې د غړو او د نورو اسلامي هېوادونو د یو شمېر زائرانو په پراخ ګډون، د نجف – کربلا د دمیلیوني ولولناک لاریو پر لاره ترسره شوه.
Aug 05 2026 , 07:12
د نایجریا د اسلامي غورځنګ یو لوړپوړی غړی:
ایکنا- د نایجریا د اسلامي غورځنګ یوه لوړپوړي غړي وویل، د حسینی اربعین زیارت د همغږۍ او عامه ډیپلوماسۍ یو څرګند سمبول دی، چې له فرقهپالنې، نژادپالنې او نورو ننګونو څخه په ډکې نړۍ کې د سولې د فرهنګ د پراختیا لپاره مهم رول لري. د هغه په وینا، دا معنوي مراسم د بشریت ترمینځ همغږي، متقابل تفاهم او یووالی پیاوړی کوي.
Aug 05 2026 , 07:54
ایکنا- د افغانستان په بامیان کې د حسینی اربعین په دستورو کې ویناوالو په زغرده ووئيل؛ لوېدیځي استکباري هېوادونه د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په ظالمانه او غیرانساني ډول سرزوري کوي، خو د ایران اسلامي جمهوریت د امام حسین (ع) له مکتب څخه په الهام اخیستو سره د ظلم او استکبار پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او د عاشورائي استقامت په برکت ئې لوېدیځ، له سختو ننګونو...
Aug 05 2026 , 08:14
ایکنا- په انډونیشیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت فرهنګي سلاکار، د «څنګه په ایران کې زدهکړه وکړو؟» تر سرلیک سره په یوې تخصصي غونډې کې، چې د ایران، ملایشیا او مصر د استازو په ګډون د اندونیزیا د دیني چارو وزارت د قرآن کریم د ژباړې او خپرونې په مرکز کې جوړه شوې وه، د قرآني مطالعاتو په برخه کې د ایران علمي، څېړنیز او فرهنګي ظرفیتونه معرفي کړل.
Aug 05 2026 , 07:37
ایکنا - د لبنان د حزبالله عمومي منشي، د امریکا او صهیونیستي رژیم هغو هڅو ته په اشارې سره چې غوښتل ئې په سیمې کې د خپلو پلانونو د عملي کولو پر وړاندې خنډونه له مینځه یوسي، او دې ته په کتو چې خپلو موخو ته ونه رسېدل، ټینګار وکړ ،ایران د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په مقابلې کې بریالی شوی دی.
Aug 05 2026 , 07:21
په کربلا کې د اربعین له دستورو پاتې کسان!
ایکنا- د حسيني اربعین له رارسېدو سره هممهاله، په کربلا کې د اربعین له میلیوني لاریون څخه د پاتې شویو میلیوني خلکو ولولوناک لاریون په تهران او د ایران په نورو سلګونو ښارونو کې ترسره شو. دا مراسم سږ کال د «باید پاڅون وشي،(باید برخاست) په شعار سره او د « اسلامی انقلاب د شهید رهبر» او د مقاومت د شهیدانو د یاد او خاطرو په سیوري کې د مینې، وفادارۍ او...
Aug 04 2026 , 14:54
ایکنا- له پرون راهسې د حسینی اربعین دستورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې میلیونونو مسلمانان او د اهلبیتو مینهوالو، د حضرت امام حسین(ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د څلوېښتمې ورځې په مناسبت سړکونو ته ووتل او د حسيني اربعین د ماتمي مراسمو په ترسره کولو سره ئې له سیدالشهدا(ع) سره خپله وفاداري تازه کړه.
Aug 04 2026 , 15:41
ایکنا – د دوبئ د ۲۰۲۷ کال د قرآن د نړیوالې جایزې د ۲۹ نړیوالې سیالۍ لپاره د نوملیکنې بهیر د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو له بېساري هرکلي سره مخ شوی دی.
Aug 04 2026 , 15:28
ایکنا- مولوي غلاممحمد نظر، چې د سرپل ولایت د شیعه علماؤ د شورا مرستیال دی، په خپلو څرګندونو کې وویل:حضرت امام حسین(ع) د ازادۍ د دفاع، د فساد پر ضد د مبارزې او د انساني ارزښتونو د ژوندي ساتلو لپاره خپل ژوند د خداي تعالی په لاره کې قربان کړ.
Aug 04 2026 , 15:16