IQNA

ایران له پاکستان سره د ناروغیو په ختمولو کښې مرسته کوي

15:25 - January 11, 2024
د خبر لمبر: 3488556
ایکنا- د ایران د روغتیا د وزیر استازي «حبیب غزنوي» په پاکستان کښې د روغتیا د امنیت په نړیوالې غونډې کښې د عفوني ناروغیو د جرړه د ایستلو لپاره له اسلام اباد سره د ملګرتیا لپاره د تهران د چمتووالي خبر ورکړ.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په اسلام اباد کښې د پاکستان د حکومت په کوربه توب د ایران د اسلامي جمهوریت د استازي او دغه راز د نړیوالو ارګانونو د استازیو او د بیلابیلو هیوادونو د پلاویو په ګډون سره د روغتیا د امنیت دوه ورځنۍ نړیواله پرون  غونډه پیل شوي ده.

د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان دوه ګاونډي هیوادونه تل د طب، د تجارت او د امنیت په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د دوه اړخیزه اړیکو د پراخولو هڅه کوي او د  مختلفو  موافقو د لاسلیک کولو او د دغه اړیکو په پراخولو باندې د تهران او د اسلام اباد د چارواکو ټینګار د دغو اړیکو د سټراټيژیک والي نښه ده.

د ایران د روغتیا د وزیر استازي او د زاهدان د طبي علومو د پوهنتون مشر «حبیب الله غزنوي» نن په پاکستان کښې د روغتیا د امنیت د نړیوالې غونډې په دوهمه ورځ له نړیوالو معیارونو سره د روغتیا او د سلامتیا په حوزه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د برتره ګرافونو برابرۍ ته په اشارې سره وویل ایران د سلامتیا د ډیپلوماسۍ په لړ کښې په سیمه کښې د خپریدونکو عفوني ناروغیو د جرړه د ایستلو او د کنټرولولو لپاره له ختیځو ګاونډیو هیوادونو سره د  ګډو پروګرامونو د اجرا او د تجربیاتو د تبادلې لپاره ملګرتیا کولو ته تیار دی.

ایران آماده همکاری با همسایگان شرقی برای ریشه‌کنی بیماری‌های عفونی است

د ایران د زاهدان د طبي علومو د پوهنتون مشر حبیب الله غزنوي  ډاګینه کړه له هڅو سره سره په پاکستان او افغانستان کښې د ماشومانو د ګوزڼ یعني پولیو او د مالاریا په شان ځینې عفوني ناروغیانې د سیمې جدي روغتیايي ستونزه ګڼل کیږي او په سیمه کښې د عفوني ناروغیو د کنټرول او د سلامتیا د ساتلو لپاره له ګاونډیو هیوادونو سره سرحدي ملګرتیاوې او تعاملات یو ناانکاریدونکی ضرورت دی.

 https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144600

captcha