ایکنانیوز دصوت الامة له قوله راپور راکړ، د مهاجرینو په چارو کې د الازهرمرستیال شیخ او د بهرنیو اونړیوالو محصیلینو لباره د ښودنې دپراختیا دمرکز مشر نحله الصعیدي د؛قافیس؛ قآن اکاډمۍ د پلاوي هرکلی وکړ . دا په امریکا کې د زلمیانو د د څيړاندو ځانګړي قرآنی اکاډمۍ ده.
په دغې کتنې کې د عربی ژبې او قرآن کریم په زمینې کې د دمحصیلینو دحرفه وي مهارتونو او توانمنیو دپیاوړتیا او دتعلیمي پروګرامونو په منظمولو کې دالازهر له تجربې د استفادې او دعلمی ،دفاعی تعلیمي ملګرتیاؤ به باب بحث او اروزنې وشوې.
الصعیدي ددغې کتنې په پیل کې د قافیس ااډمۍ دپلاوي په هرکلي سره ټينګار وکړ، شیخ الازهر د مصر د داخل او بهر له ټولو تحقیقاتو مرکزونو او عملی او زده کړې د اورګانونو او موسیسو سره دتجروباتو دمبادلې او دعلمی اوکلتوري ملګرتیاؤ د لوړتیا لپاره ډير اهمیّت ورکوي.
د بهرنیو او نړیوالو محصیلینو لپاره د زده کړې دپراختیا د مرکز مشر او د مهاجرینو په چارو کې دالازهر د شیخ سلاکار ووئيل، الازهر له درستې نړۍ ډيری محصیلین منلي دي او دمګړئ په دغه پوهنتون کې د نړۍ له ټولو براعظمونو څخه له ۱۳۷ هیوادونو محصیلین زده کړې کوي.
هغه په دوام کې په نړۍ کې د لویدیځ او ختیځ ترمنیځ د تمدني پلونو د رامینځةکولو په موخې سره په درستې نړۍ کې داسلام دغوره معرفۍ او داسلامی ارزښتونو په پیاوړتیا کې دالاهز پر رول ټینګار وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/4184780