ایکنا د آیت الله جوادي آملی ددفتر له قوله راپور راکړ،د تقلید دغه ستر دیني مرجع دپنجشنببې په شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطین له مظلوم مسلمانانو سره دمرستې ضرورت ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، پر ټولو مسلمانانو فرض ده چې د قدس شریف د آزادۍ لپاره دې هڅه وکړي او کومه لټي ورڅخه ونشي.
د تقلید ددغه ستر مرجع په اعلامیې کې راغلي دي ، اسلام چې نړیوالو ته ئې د عدل احیاء او حیات بخښونکي انسانی حقوق ورښودلي دي ، په اوسنیو سختو شرائطو کې اجازت نه ورکوي، د فلسطین مظلو او مجاهد مسلمانان یوازې پاتې شي.په همدې خاطر پر ټولو مسلمانانو فرض ده چې د قدس مقدس د آزادولو او د فلسطینیانو د ژوند د ساتلو لپاره ددغو راپورته شوو پتمنو سره هر ډول مرسته وکړي او پخپلو دندو کې دې هیڅکله هم لټي نه کوي.
ومن الله توفیق و السلام علی من اتبع الهدی .....