ایکنا د السومریّه له قوله راپور راکړ،د بنی عامرعزادارئ پلاوي کربلا ښار او بین الحرمین ته د واریدیدا په وخت د قرآن کریم ډير ستراو نظرجلبونکي تصویرونه هم نندارې ته وړاندې کړل.
د عراق د بصرې ولایت د بنی عامر د موکب له خوا د خپرو شوو کلیپونو او انځورونو په اساس، دغه موکب په کربلا کې د قرآن کریم د نامې د لوړاوي لپاره ځانګړي فعالیتونه پلان کړي دي.
ددغه پلاوي عزادارو د قرآني موزائيکي طرح چې دقرآن کریم دحرمت او کامیابۍ تسجم دی، نندارې ته وړانډې کړې. د بني عامر سفید پوشه دسته هر کال د حسینی اربعیّن په درشل کې له بصرې خپل حرکت پیلوي او د صفرې په نولسمه ورځ کربلا معلی ته رسیږي او بیا دغه لبیک وئيونکي مینه وال عزادار د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم زیارت کوي.تیرکال دبنی عامر پلي کاروان په سپينو جامو او متحد الشکل انداز سره،په بین الحرمیّن کې له شتون وروسته،د مسلمانانو د اتحاد پر ضرورت ټينګار وکړ او په بین الحرمیّن کې ئې د؛ واعتصموبحبل الله جمیعا و لاتفرقوا»آیت ستر پورټریټ نندارې ته وړاندې کړ.
سږکال هم په ځينو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم د ځينو سپکاویو دتکراریدا په دلیل ،په دغه پلاوي اوموکب کې حاضرو عزادارو له قرآن کریم څخه د مسلمانانوملاتړ او له دغه آسمااني کتاب سره تمسک ددرستو نړیوالو لپاره نندارې ته وړاندې کړ.
د بنی عامر قبیلې موکب په درستې نړۍ کې یوترټولو لوي حسینی موکب دی چې هر کال د حسینی اربعیّن په دستورو کې په بین الحرمیّن کې دیني او قرآني شعارونه ورکوي او سږکال ئې هم خپل فعالیت د قرآن کریم د لوي تصویر په انځورولو سره خپل فعالیّت نندارې ه وړاندې کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4167227