IQNA

په سویډکې د قرآن له بیا سپکاوي وروسته پاریدلي خلکو ا ورونه واچول

15:45 - September 05, 2023
د خبر لمبر: 3487906
ایکنا-(سټاکهم) د سویډ عراقي توکمه خبیث مومیکا په لاس د قرآن کریم یوې نخستې د اور اچونې په سپک اقدام پسې پاریدلو مسلمانانو غبرګون وښود او دسویډ د پولیسو او پاریدلو مسلمانانو ترمینځ  د اخ وډب شو.

 ایکنانیوز د سکائي نیوز له قوله راپور راکړ،پرون د سویډ په دریم ستر ښار مالمو  ښارد قرآن کریم د بیا سپکاوي په سر پاریدلو مسلمانانو او پولیسو ترمینځ د  سخت اخ وډب شاهد ؤ.

ایسو شي ایټيډ پریس هم راپو ورکړی  چې  دغه نښتې  دسویډ په جنوب کې په  مالمو ښار کې  د مهاجرینو په کوڅې کې رامینځةشوي دي.پرون سهار پاریدلو خلکو چې زیاتره پکې ځوانان وو، په دغو سپکاویو پسې ئې غبرګون وښود او په دوام کې ئې په سړکونو باندې ټایرونو  په سوځولو سره خپله غوسه  نندارې ته وړاندې کړه.دپولیسو په وینا  دغو کسانو پر پولیسو د کاڼو ګوزارونه هم وکړل او دغو پاریدلو خلکو پرون ناوخته په سیمې کې لسګونو ګاډي  هم سوځولي دي.پولیسو  دغه راز وئيلي دي ، په  تیرو دوو ورځو کې ئې اتلس کسان نیولي دي.

دغه نښتې د یکشنبې په  ورځ له دې وروسته پیل شوې چې سلوان مومیکا یوځل بیا د قرآن کریم دیوې نسخې سپکاوی وکړ او یوې پاریدلې ډلې ئې د مخه نیولو هڅه و کړه چې  دغه اخ وډب تر بیګا نیمې شپې پورې  دوام درلود.

 

https://iqna.ir/fa/news/4167001

captcha