IQNA

د دیني مقدساتوسپکاویو سره د مقابلې دقانون له وړاندیزه دآسټریلیا ددینونو دپیروانوملاتړ

8:45 - July 19, 2023
د خبر لمبر: 3487651
ایکنا-(ساؤت ولز) په آسټریلیا کې د سیک دین پيروکارو، هندوانو او مسلمانانو  ددغه هیواد په نیوساؤت ولزولایت کې  ددینی  مقدساتو د سپکاویو دجرم بللو دمسودې دوړاندې کیدا هرکلی وکړ.

ایکنا د ایس بی ایس له قوله راپور راکړ، د هندوانو ،سیکانو اومسلمانانو ټولنې،د آسټریلیا  په ساؤت ولز ایالت کې د دینی سپکاویو په ضد د وړاندیزي قانون ملاتړ کوي.

د آستریلیا د نیو ساؤت ولز لږکیو دینونونو پيروکار په یوې اعلامیې کې ويلي دي ،چې دغه مسوده ،موده کیږي چې تیاره ده او ددیني سپکاویو او کړولو په وړاندې د دوي د ټولنو دغړو ساتنه کوي.

 د آسټریلیا نیوساؤت ولز ایالت   د ۲۰۲۳ (دینی سپکاوی)توپير ضده اصلاحیه مسوده  ایالتي پارلیمان ته وړاندې کړې ده . دغه وړاندیزي مسوده، د نفرت خورونې، سخت  سپکاوي یا د دینی اعتقاداتو په خاطر د کسانو یا ډلو پورې ملنډې وهل غیر قانونی ګڼي.

د آسټریلیا د سیکانو دټولنې پخواني مشر راویندرجیت سینګ ووئيل،  کارګر ګوند ژمنه ورکړې ده چې ددیني سپکاویو مسوده قدرت ته د دوي له رسیدا وروسته تر سلو ورځو پورې  وړاندې کوي. سینګ ایس بی ایس ته ووئیلو د ټوپيّو په سرکونکوسیکانو، د حجاب لرونکو  مسلمانو میرمنو او هندو میرمنو په ضد  ددینی دلیلونو په خاطر ډيې پيښې شوي دي. هغه ووئيل، مونږ هیله مند یوو دغه مسوده  دعمومي سپکاوي کونکو پيښو کړونې  او اذیت کونې مخه ونیسي.

د آسټریلیا د هندوانو د ملی شورا مرستیال سوریندر جین  هم ووئيل، دوي په بشپړ ډول  ددغې م سودې ملاتړ کوي ،ځکه دغه مسوده  د دوي د مذهبی فعالیتونو سپکاوي د سزا وړ یو جرم ګڼي.

د نیوساؤت ولز د څو کلتوری چارو وزیر سټيو کامپر  هم وئيلی دي، چې د یهودي ،مسلمانو،هندوانو اوسیکانو دینونو پيروکار  دخپلو ټولنو د وګړو په نسبت د نه زغمونکو کړاؤنو زیاتیدونکی ودې په باب اندیښنې لري،چې باید دغه اندیښنې دقانوني لارو چارو په وسیله ختمې شي.

د آسټریلیا له اسلامه د ویرونې د ثبت  ادارې اجرائي مدیرې شراره عطائيپ  هم ووئيل، په آسټریلیا کې له اسلامه دویرونې  راپورونه په زیاتیدا دي او ددینونو د پيروکارو څخه قانوني حفاظت  دغه پياوړی پیغام ورکوي چې   ددینو سپکاوي  دمنلو وړ  نه دي او هیڅکله به هم ونه زغمل شيۍ.

هغې زیاته کړې ده ، دمسلمانو ټولنه په خاصه توګه ټارګټ کیږي، ځکه  ډيرې  مسلمانې  میرمنې سترلري او له بده مرغه له اسلامه ویرونې په بې انصافه توګه پرمیرمنو ډيرې اغیزې شیندي.

https://iqna.ir/fa/news/4155670

 

captcha