IQNA

که د سیمې نور هېوادونه طالبان په رسمیت وپېژني، موږ یې هم پېژنو

19:30 - July 08, 2023
د خبر لمبر: 3487595
ایکنا-(تهران) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د طالبانو د نه په رسمیت پېژندلو دا خبره په داسې مهال کړې، چې په وروستیو کې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د نړۍ د هیڅ هېواد او حتا اسلامي هېوادونو له لوري د ده د حکومت  د په رسمیت پېژندلو کې په ځنډ خواشیني ښودلې وه.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور ورکړی د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره یوازې د پاکستان اقدام بسنه نه کوي.

د هغه په وینا، که د سیمې نور هېوادونه ورسره په ګډه په دې اړه پریکړه وکړي، یو ښه وړاندیز به وي

هغه زیاته کړه، چې د دې لپاره، هرڅه باید ښه شي او یو مناسب حالت رامینځته شي.

پاکستاني استازي په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه د پاکستاني طالبانو د پياوړتیا او پاکستان ته په خطر بدلیدو ادعا کړې ده

دغه ادعا، په افغانستان کې د طالبانو واکمن پلاوی بیا- بیا رد کړې او بې بنسټه ګڼلې ده.

پاکستان د طالبانو د نه په رسمیت پېژندلو دا خبره په داسې مهال کړې، چې په وروستیو کې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده له خپلو یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د نړۍ د هیڅ هېواد او حتا اسلامي هېوادونو له لوري د ده د حکومت د نه په رسمیت پېژندلو له امله خواشیني ښودلې وه.

د طالبانو واکمن پلاوی، د تېرې واکمنۍ پر مهال هم د پاکستان په ګډون یوازې درېیو هېوادونو په رسمیت پېژندلی و.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135458

captcha