IQNA

امریکا په نړۍ کې د فساد او بد اخلاقیوبیرغ پورته کړی دی

15:08 - June 20, 2023
د خبر لمبر: 3487499
د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر په یو لړ خبرو کې ټينګار وکړ، د امریکا ولسمشر همجنس پالنه دودوي  او هیواد ئې د فساد او بداخلاقیو بیرغ پورته کړی دی.

ایکنا د المسیره له قوله راپور راکړ،د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ رهبر  سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي د ذی الحجه  میاشتې د  رارسیده په مناسبت  اسلامی امت ته  دمبارکۍ په وئيلو سره د  انسانی روح د تهذیب لپاره د ښونکي موقعیّت په توګه له دغې مبارکې میاشتې پر استفادې ټينګار وکړ.

الحوثي  پرون ناوخته حضرت امام علی علیه السلام  خبل زوی حضرت امام حسن  علیه السلام ته  د وصیّت؛ په عنوان سره  د درسونو د لړۍ په یوې برخې کې ووئيل،   صهیونیستي یهودي لابۍ  انساني او اخلاقي ارزښتونه او عقل سلیم  په نښه کوي او  او ناروغه  عقاید او فکرونه منتقلوي  او د خلکو به زړونو کې ئې  تخم کړي.

د انصار الله غورخنګ رهبر د فساد او  منکر پراختیا ته د امریکا دحکومت ګروهنه او  دبشریّت ترمینځ  ئې د پراختیا لپاره  د دوی هڅه  محکومه کړه او  وې وئيلو صهیونیستي یهودي لابي د لویدیځ په مشارکت سره د انسان په روح کې د فساد دتخم په کرلو سره   له خپلو ټولو ظرفیّتونو څخه  ناوړه استفاده کوي  څو له دې لارې پر بشریّت خبله سلطه پراخه کړي او  انسانیّت مریۀ وګرځوي.

الحوثي ددې خبرې په کولو سره چې امریکا د فساد او د رذالت بیرغ بیرغ په ښکاره ،په بې شرمۍ  او ځیږتوب سره  پر اوږو پورته کړی دی ، روښانه کړه ؛ دامریکا اوسنی ولسمشر جوزف بایډن ظاهرا دهمجنس پالنې د دودولو  او ددغه سپیر کار لپاره  ئې د قانوني او سیاسی زمینو  د برابرولو  په هڅې بوخت دی ، چې دا د ا ایماني غریزې د خالی کولو لپاره د انسان په ترټولو بد ډول په نښه کول او   له هغو الهي تعلیماتو څخه د هغه د لیرې ساتلو لپاره سپيره هڅه ده چې  انسان  اصلاح کوي او پیاوړی  کوي ئې .

 https://iqna.ir/fa/news/4148956/%D8

captcha