ایکنا خبری آژانس د Western Telegraph له قوله راپور راکړ، په درست ولز کې جوماتونو عامو خلکو ته بلنه ورکړې ده ،چې د روژې دمبارکې میاشتې په روژماتي کې دې برخه واخلی. دا داسې فرصت دی چې د غیرمسلمانانو لپاره د ولز د مسلمانانو په نز ددغې مقدسې او له معنویّت ډکې میاشتې له ځائيګي او ځانګړنو سره بلد شي.
سږکال د روژې مبارکه میاشت د ولز د مسلمانانو لپاره په بریتانیا کې د ژوند دلګښتونو دبحران او دخوړو او انرژۍ د لګښتونو د زیاتیدا په دلیل مختلفه ده چې دا سبب شوې ډیری کورنۍ د خپل معیشت د تامینولو په باب اندیښمنې شي.
د ولز دجوماتونو دغه نوښت سبب شوی څو ډیری کورنۍ د خوړو لپاره خوراکي وعده ولرل شي.
په دغه پلان کې د حاضرو جوماتونو د اعلان به اساس غیر مسلمانان هم د روژماتي په دستورو کې ګډون کولی شي.
د ولز دخوئيندو ټولنه(Welsh Sisters Circle) چې د یاسمین معروف په وسیله د کرونائي بحران د پیلیدا په هماغو لومړنیو شپو ورځو کې د مسلمانو میرمنو لپاره جوړه شوې ،دخوراکي پیکیجونو په برابرولو او دهغو په ډالیو سره له جامع جومات سره مرسته کوي.
د ولز دمسلمانانو شورا هم په همدارووستیو کې په درست ولز کې په مختلفو جوماتونو کې غونډې ترسره کړي او مسلمانو کورنیو ته ئې د ژوند د لګښتونو له بحران سره د مقابلې د څرنګوالی او همداراز د روژې په مبارکې میاشتې کې له مسلمانانو سره د تعامل د څرنګوالی په باب د ګډون او منظمونکو روزنو سپارښتنې کړي دي.