IQNA

اسلامی ایران په ثابت عدالت دمشتملې څوراړخیز پالنې په پیاوړتیا او تعقیبونې پسې دی

13:12 - October 13, 2022
د خبر لمبر: 3486319
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دقزاقستان په آستانې کې دسیکا غړو هیوادونو په شپږمې سرمشریزې کې پخپل وینا کې ووئیل،اوسنۍ نړۍ له بل هروخته زیاته دسیمه ایزو لارو چارو اغیزشیندونکي رول ته اړتیا لری.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دسیکاپه شپږمې سرمشریزې کې ټینګار وکړ،  اوسنۍ نړۍ له بل هر وخته زیاته د سیمه ایزو لارو چارو اغیزشیندونکي رول لوبونې ته اړتیا لري.

په آسیا کې د باؤرجوړنې او تامل (سیکا)د غړو هیوادونو شپږمه سرمشریزه  نن د قزاقستان په پلازمینې آستانې  کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د ولسمشر په شتون سره پيل شوی دی.

د سیکا دشپږمې سرمشریزې یو تر ټولو مهم هدف په یوې سیمه ایزې او نړیوالې موسیسې  ددغه کنفرانس د جوړښت دلوړتیا تصویبولو او ارزولو موضوع ده .

 د ایران دا سلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  په دغې سرمشریزې کې پخپلې وینا کې  ووئيل،په نړیوال نظام کې دبدلون  بهیر یوې خاصې مرحلې ته رسیدلی  او د قدرت په نوي ویش کې،سلطه غواړي کړچارونه لړزانه دی او د خپلواکه هیوادونو چغه او رول لازیات آوریدل او لیدل کیږي.

ابراهیم رئیسي  په دوام کې ووئيل،اسلامی ایران د بډای کلتوري او تمدنی مخینې په درلودلو سره خپل بهرنی سیاست،په لوړو الهي مفهمونو، انساني عدالت، معنویّت،عقلانیّت،اخلاق،آزادي او د خپلواکۍ د اصولو په اساس چې ټول دملتونو د عزت او هوساینې  تضمینونکي دي،سسټماټيک شوي دي . د اسلامی ایران ولسمشر  همداراز ووئيل؛له ترهه ګرۍ او افراط پالنې سره بریالۍ مبارزه،دافغانستان له کډوالو او پناه غواړو سره دوامداره مرسته،له فلسطینه رانیولې  تر یمن پورې د مظلومو ملتونو دفاع،د سورئې او عراق پشمول د هیوادونو دملی حاکمیّت او مځکنۍ بشبړتیا ملاتړ،په ټولو بڼو کې دس لطه ګرۍ او یواړخیز پالنې  سره مقابله او په سختو شپو ورځو کې د ګاونډیانو مرسته اوملګرتیا د ایران همیشنۍ سټراټيژي او د اقتدار لاره ده.د اسلامی ایران ولسمشر ووئیل؛په آسیا کې امنیت او همپالنه،دسلطه غواړو هیوادونو له ګټو سره سمون نه خوري.هغه ټينګار کړی ،د ایران ملت چې دځپلواکۍ او پرمختګ لاره ئې خوښه کړې ده د سرزورو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.

ابراهیم ریئسی ووئيل، د ایران ملت  دامریکا پوځي ټاکنې بې باؤره کړي دي  او هماغه شان چې پخپله ئې اعتراف کړی دی،دزیاتره دباؤ او بندیز سیاست ئې بې شرمه ماته خوړلې ده .

 دایران ولسمشر روښانه کړې ده ، امریکا او صهونیسټي رژيم  له لسیزو راهسې  د تیرو او نیواکګرۍ ،آپارټائيډ،په فلسطین،سورئې ،عراق،یمن او افغانستان کې  د ماشومانو اوعامو خلکو وژلو او یرغلونو له لارې،په سیمې کې د جنګ ،ترهه ګرۍ،تاؤتریخوالو ناکراریوا وسټریس سبب شوي دي،خودخپل برخلیک  په ټاکنې کې د ملتونو دحق اوفیصلې په وړاندې له شاتګ او دنیواکګرۍ پرته بله لاره نه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4091595/%D

captcha