IQNA

اسلام او ترهه ګري هیڅکله هم سره یو ځای نشي کیدلی

17:15 - September 19, 2022
د خبر لمبر: 3486246
ایکنا-(تهران) د مصر شیخ الازهر احمد الطیب د قزاقستان دمسلمانانو لپاره په یوې وینا کې ټینګار وکؤ، چې اسلام او ترهه ګري دوه  مخالف جنسونه دي  او هیڅکله هم سره یو ځای نشي کیدلی.

ایکناخبری آژانس د الصفقة له قوله راپور  راکړ، د حکماءالمسلمین  شورا مشر او شیخ الازهر  احمد الطیب  په قزاقستان کې  د دینونو دلویانو په اوم سمینار کې په ګډون او پنځه ورځني سفر پسې  د جمعې لمونځ  د قزاقستان په جامعې جومات کې اقامه کړ.

په دغه جمعې لمانځه کې  د قزاقستان  پخوانی ولسمشر نورسلطان نظربایف  په شتون سره زیات شمیر مذهبی مشرانو او ډيرو خلکو  ګډون وکړ.

شیخ احمد الطیب  د زرګونو لمونځ ګوزار په ټول کې وینا وکړه او  قزاقستان ته په سفر ئې په خوښۍ ښودلو او ددغه هیواد د ولسمشر او خلکو د میلمه پالنې او تاؤدۀ هرکلي په قدرونې سره ئې د دلوي فلسوف   ابونصر فارابی او ظاهر بیبرس پشمول چې دختیځ او لویدیځ ټاټوبی مسلمانان ئې د شجاع رهبر په عتوګه پيژني  دقزاقستان د مسلمانو د لومړنیو عالمانو د میراث په ویاړ او له  خلکو سره پر خبرواترو  ویاړ څرګند کړ.

شیخ الازهر پخپلې وینا کې لمونځ ګوزارو په تبیره بیا ځوانانو ته په خطاب کې ووئيل چې ددغه میراث داحیاء لپاره  د خدای له وجود وروسته ، د دوی شتون د ویاړ سبب دی او  د دوي بیا خپریدا، او غوړیدا،خدای له نورو بندګانو سره د دوي ترمینځ اسلامی اخوَت او وروولۍ  په بیاوړتیا سره ممکنه ده.

شیخ احمد الطیب  روښانه کړه ،درست خلک د یوه مورپلار په درلودلو کې سره وروڼه دي او د قرآن کریم آیت ؛ «وجعلناكم شعوبا وقبائل لتعارفوا»  ددې ښودنه کوي چې د تمدنونو دټکر ، د تاریخ د پاي او پر یوه توکم د بل توکم  برلاسي ته د بلنې لپاره هیڅ ځاي نشته .  

هغه دغه راز ټينګار وکړ، دغه ټوله ادعاګانې او نظرئې د خداي تعالی د ارادې په اپوټه وې  او دهغو نسکوریدا اړینه ده  او یوازې  هغه عادلانه سوله به باقي پاتې شي چې د ملتونو ترمینځ د  نړیوالو اړیکو لپاره  ئې خداوندمتعال غواړي.

 شیخ الازهر ټینګار وکړ ،هغه څه  په ځوانانو کې ئې تبلیغ کیږی ، چې دینونه د جنګ عامل دي  او له دینه ژغورل،  کیدا د ملتونون ترمینځ دسولې ضامن دي ، یوه ناسمه خبره ده ، یو داسې  مطلب،چې اوس  ئې دنیا  د تائيدولو  بیّه ،د جنګ ویرې او د وحشت  به بڼه کې ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4086400/%D

captcha