ایکناخبری آژانس دالخلیج له قوله راپور راکړ،د قرآن کریم ددغې نسخې د پاڼو شمیر اویا پاڼې او هره پاڼه یاصفحه ئې د خرماد ونې پر اتو پاڼو او په هرې پاڼې کې پر درو لیکو سره لیکل شوي او پخپلو کې سره نښلول شوي دي . د قرآن دهرې پانې اوږدوالی ۵۳سینټي میټره او پلن والی هم ۴۲سینټي میټره دی .
د شارجې د قرآن کریم د ټولنې عمومی منشي شیرزاد عبدالرحمن طاهر وائي ، دغه ټولګه ویاړي چې له مختلفو هیوادونو او پړاؤنو سره اړونده د پیغمبر اکرم(ص) د معجزې یوه نسخه او یو ترټولو ډير کم لیدونکی قرآن لرونکي دي .
هغه ټینګار کړی، دغه نه لیدونکي کمیابه نسخه په مراکش کې لیکل شوې ده او خطاط،د خرما څانګې او پاڼې پاکې کړي او په مساوي بڼه کې برابرې کړي دي ، بیا ئې ددغو برخو د دوام او نه خرابیدو لپاره ، پر دغو پاڼو له ځينو خاصو موادو استفاده کړې ده.
طاهر په دوام کې روښانه کړې ده ، خطاط د خرما د وَّنې د پاڼو دغه برخې پخپلو کې سره ګنډلي او د قرآن د صفحو په چوکاټ او په دوو ټوکو کې غونډې کړي دي .
د شارجې د قرآن کریم د کمپلیکس لیدونکي دغه ډيره حیرانونکي او نه موندونکي نسخه د قرآن کریم د کتابت دتاریخ په میوزیم کې چې د کمپلیکس د اتو میوزیمونو څخه یو میوزیم دی لیدلی شي .