ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب په نیواکي فلسطین کې د شرارت غونډې ترسره کیدا چې د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلیکن په شتون کې د صهیونیسټي رژيم او د مصر ، اماراتو، بحرین او مراکش خارجه وزیرانو شتون درلود، محکومه کړې او دا ئې د فلسطین د آ زادۍ له آئيډیا سره خیانت وبالۀ
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی په نیواکي فلسطین کې د قدس شریف له غاصبانو او ظالمانو سره د دفلسطین له آئيډیا سره د خائنانو د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره ټينګار وکړ ، د قدس له نیواکګرو او ترهه ګرو صهیونیسټانو سره داړیکو په عادي کیدا او ټينګیدا کې هرډول اقدام ، د فلسطین دمظلوم ملت پر شا د خنجر ګوزار او دفلسطین د مظلومو خلکو د وژلو او د فلسطین د ټاټوبي د نیواک په دوام کې داسرائيلو ماشوم وژونکي رژيم ته ډالۍ ده .
سعید خطیب زاده روښانه کړه ، تاریخي تجروبې ښودلې ده چې د سازباز او تسلیمیدا بهیر د دوي د ملاتړو له ذلالت او ناکامۍ پرته بله هیڅ نتیجه نه ده درلودلې او د فلسطین ټاټوبی به د فلسطین د ملت له مقاومت او د اسلامی حکومتونو او ملتونو له ملاتړ اوپشتیبانۍ پرته آزاد نه شي .
د ایران دخارجه وزارت ویندوي په سیمې کې د صهیونیستانو فتنو اچونې او شرارت په باب په خبرداري ورکولو سره،د سیمې له هیوادونو سره د دوواړخیزو اړیکو د پراختیا او ملګرتیا لپاره د ایران داسلامی جمهوریت پر چمتووالی او په لویدیځي آسیا سیمې کې داختلافاتو په رامینځةکونې او د بې ثباتۍ په پراختیا کې د امریکائي صهیونیسټي دسیسې سره په مقابلې ټينګار وکړ .
د فلسطین مبارزو غورځنګونو حماس او اسلامی جهاد هم په نقب نیواکي سیمې کې له صهیونیسټي وحشي رژيم سره د ځینو عربو هیوادونود خارجه وزیرانو دغونډې ترسره کیدا محکومه کړې او دا ئې له فلسطیني ملت اوقدس شریف سره ستر خیانت بللی دی .