ایکنا خبری آژآنس راپور راکړ، د دغه ځوان قاري مکمله نامه هزاع بن عبدالله بن سالم البلوشي ده او دغه نوی او ځوان قاري په ۱۹۹۵کال کې د عمان هیواد په لوي ولایت کې زیږیدلی دی .
هغه دعمان په سلطان قابوس پوهنتون د سیاسی او اقتصادي علومو په څانګې کې زده کړې کړي دي . البلوشي په شپږ کلنۍ کې د قرآن کریم حفظ پيل کړی او اته کاله وروسته یعني په څوارلس کلنۍ کې ئې ټول قرآن کریم حفظ کړ .
د دغه عماني ځوان قاري دترتیل تلاؤت د ا ردن په پلازمنیې امان ښار کې د ؛الرحمه جومات د جمې د لمانځه په دستورو :ې د احزاب سورې له ۵۶آیته تر ۶۲پورې د آیتونو تلاؤت وکړ چې د آوریدونکو په زړونو کې ئې ځاي پيدا کړ.