د نیمروز د علماؤ شورا پرون په یوه غونډه کښې د افغانستان د علماؤ د وژلې په غندلو سره په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په افغانستان کښې د بهرنیو لاسوهنه او د نیواکګرو ځواکونو شتون په دې هیواد کښې د جنګ او ناامنۍ اصلي وجه ده.
د نیمروز د علماؤ شورا په خپله بیانیه کښې د افغانستان له عالمانو، مشرانو، اسلامي بهیرونو او خلکو وغوښتل چې د نیواکګرو ځواکو د ایستلو او د بهرنیو د لاسوهنې د ختمولو لپاره لاس په کار شي.
امریکې او انډیوالانو یې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت تامینولو په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ خو له هغه وخت راهیسې په دغه هیواد کښې ناامني، ترهګري او د نشه ایزو موادو تولید ډیر زیات شوی دی.