IQNA

بمبی کې د غږ جګی نه اذان کولو باندې بندیز

8:32 - September 29, 2015
د خبر لمبر: 3374019
خارجی څانګه: د هند د محاکمې بیا بیا خبرتیا نه پس، د بمبی جوماتونه د سحر اذان خپرولو لپاره به د غږ جګی نه استفاده نه کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آسیا شرقی څانګه، د بمبی «نوی» سیمې مسلمانانو مشرانو ټولنې اراده کړی چې د سحر اذان خپرولو لپاره به د غږ جګی نه استفاده نه کوی.

د بمبی عالمانو او مشرانو دا اراده د هند عالی محاکمې بیا بیا خبرتیا نه پس کړی.

د هند عالی محاکمې هر هغه وسیلې نه چې د شور ککړتیا سبب جوړېږی، د شپې ۱۰ نه تر سحر ۶ پوری ممنوع ګرځولی.

له دې نه مخکې به اذان او مذهبی دعاګانې به د اسلامی مذهب منونکو سیمو کې غږ جګی نه خپرېدل چې د نیمې شپې او سحر وختی غږ جګی اوازونو باندې د نورو دینونو منونکو له اړخه پرې اعتراض وو.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3372058

captcha