IQNA

کویت کښې د نړۍ د نفیس قرآنونو نندارتون/ د ایرانی سینګاره قرآن ننداره + انځور

9:01 - April 07, 2015
د خبر لمبر: 3102105
نړیواله ډله: د کویت جایزه نړیواله قرآنی مقابلو شپږمه دوره سره په ړومبنی ځل د نړۍ نفیس قرآنونو نندارتون پیل شو په دې نندارتون کښې د ایرانی هنرمند «رائین اکبر خانزاده»، سینګار شوی قرآن هم ننداره ته وړاندی شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د البشری برېښنایی ورځپاڼه نه په نقل، د کویت جایزه نړیواله قرآنی مقابلو شپږمه دوره چې د تېری هفتی چهارشنبه نه په کویت کښې شروع شوی سره د نړۍ نفیس قرآنونو نندارتون پیل شو.

په دې نندارتون کښې د نړۍ د مختلفو هیوادونو لکه عربستان، امارات او لبنان چاپ شوی قرآنونه د لید لپاره اېښودلی چې ورسره ایرانی سینګار شوی قرآن چې ابعاد یی ۱۲ تر ۱۶ سېنټی مېتر( د یو کلو سرو زرو، د پنځه کلو سپینو زرو، د برلیان او نورو جواهرو نه) د ایرانی هنرمند «رائین اکبر خانزاده» په لاس سینګار شوی هم ننداره ته اېښودلی چې د نړۍ د خلکو توجه یی ځان ته جلب کړی.

په دی نندارتون کښې همدارنګه یو کاغذ چې اوږدوالى یی اوه نیم مېتر دی چې په کښې د قرآن کریم ټول آیتونه ښکلې لیک سره لیکلی شوی نندارې ته اېښودلی شوی دا اثر د کویت«أیاس» فنی ښودو موسسه مشر او ذوق لرونکې هنرمند استاد «غانم الغربللی» دی.

په دې نندارتون کښې همدارنګه د قرآن کریم ډېری بېساری او زړی خطی نسخې د خلکو نندارې لپاره اېښودلی شوی.

د کویت جایزه نړیواله قرآنی مقابلو شپږمه دورې مشر مرستیال «فرید العلی» وویل: په دې نندارتون کښې د قرن اول هجری نه تر دې زمانی په مختلفو هیوادونو کښې لیکلې شوی او چاپ شوی قرآنونه د خلکو ننداره لپاره اېښودلی شوی.

رائین اکبر خانزاده په دې اړه وویل: د کویت جایزه قرآنی نړیواله مقابلې شپږمه دوره پیل کېږی او دې کال دا ړومبۍ ځل دی چې ورسره د قرآن زړې او نفیس نسخې د ننداره لپاره اېښودلی شوی.

هغه د سرو زرو او جواهرو قرآن په اړه چې په دې نندارتون کښې اېښودلی شوی وویل: دا قرآن په دوه د سرو زرو پاڼو باندې چې

ابعاد یی ۱۲ تر ۱۶ سېنټی مېتر دی لیکلې شوی چې خلکو ترې ډېر استقبال کړی.

د کویت جایزه نړیواله قرآنی تجوید، قرائت او حفظ مقابلو شپږمه دورې د پرانیستې مراسم په ۱۰ فروردین د کویت کروان بلازا هوټل کښې پیل شوی وو او د دې مقابلو فعالیت له ۱۲ فروردین نه شروع شوی او په دې مقابله کښې ګټونکی به په ۱۹ فروردین لمانځلې کېږی.

د ایرانی هنرمند د سرو او سپینو زرو سینګاره قرآن

دا مقابلې د کویت قرآنی اداری او د اسلامی چارو او اوقاف وزارت په مرسته پیل کېږی چې ۱۰۰ شرکت کوونکې له ۵۰ هیوادونو نه په کښې شتون لرې او د ټول قرآن کریم حفظ، د قرآن قرائت، تلاوت او تجوید او د قرآن فنی خدمت کولو برخو کښې به شرکت کوونکې مقابلې کوی، دا سینګاره شوی قرآن یی د قرآن فنی خدمت کوونکې برخه کښې وړاندی کړی.



http://www.iqna.ir/fa/News/3089298













 



captcha