IQNA

د صهیونیستي رژیم بریدونه پر ایران د دې رژیم د تجاوزګرې ذات ثبوت دی 

د صهیونیستي رژیم بریدونه پر ایران د دې رژیم د تجاوزګرې ذات ثبوت دی 

د ایران ولسمشر د صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران بریدونه د دې رژیم تجاوزګره ذات ته اشاره وکړه او په ټینګار سره یې وویل: زه له هغه وخته، چې د ولسمشر په توګه مې دنده پیل کړې، په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت د پیاوړتیا په لټه کې وم، خو صهیونیستي رژیم په هر هغه ډګر کې، چې موږ د لاسته راوړنې په لټه کې وو، خنډونه او ستونزې یې رامنځته کړې. 
14:36 , 2025 Jun 15
د ایران او اسرائیل د پوځي ډغرې  په اړه دوامداره غبرګونونه/ پاپ د سولې د ټینګښت غوښتنه کړې

د ایران او اسرائیل د پوځي ډغرې  په اړه دوامداره غبرګونونه/ پاپ د سولې د ټینګښت غوښتنه کړې

ایکنا - د کاتولیک نړۍ مشر پاپ «لیون څوارلسم» د ایران او صهیونیستي رژیم ترمینځ د پوځي ټکر  په غبرګون کې د عقلانیت غوښتنه وکړه او د خبرو اترو او سولې د ټینګښت لپاره ئې د هڅو غوښتنه وکړه.
14:30 , 2025 Jun 15
امریکا او اسرائیل د شیعیانو د کمزوري کولو او د مقاومتي چورلیز د له مینځه وړلو په لټه کې دي

امریکا او اسرائیل د شیعیانو د کمزوري کولو او د مقاومتي چورلیز د له مینځه وړلو په لټه کې دي

ایکنا د بغداد د جمعې خطیب او د نجف اشرف د حوزې نامتو استاد آیت الله سید یاسین موسوی د جمعې په خطبو کې د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه وویل: په غزې، جنوبي لبنان، سوریې، یمن، عراق او ایران کې د جګړو زیاتوالی یوازې د اکتوبر ۷  پېښې ته غبرګون نه دی، بلکې دا د یوې مخکې له مخکې پلان شوې ستراتیژئ یوه برخه ده، چې د مناسب فرصت په تمه وه. هغه د فلسطیني مقاومتي مبارزانو  د اکتوبر ۷ اقدام یو "دفاعي غبرګون" وباله، چې د سیمه ییزو پوځي  او سیاسي دباؤنو د پراخې څپې په وړاندې ترسره شو.
14:23 , 2025 Jun 15
د امام علی په  بې ساري فضایلو د  ټولو مسلمانانو اجماع 

د امام علی په  بې ساري فضایلو د  ټولو مسلمانانو اجماع 

ایکنا- د  لبنان نامتو دیني عالم او  خطيب، شيخ احمد الدر العاملي روښانه کړه: کله چې د حضرت اميرالمؤمنين (ع) د فضيلتونو په اړه روايتونو ته مراجعه کوو، نو پوهیږو چې  ټول مسلمانان ، پرته له مبالغې، په زرګونو روايتونه د هغه بزرګوار د فضيلتونو په اړه ذکر کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د هغو کسانو د وجود د اثبات  په اړه، چې ځان ئې له حضرت علي (ع) څخه غوره بللی، حتی د يو فضيلت د ثابتولو لپاره هېڅ  اجماع نه شته. 
13:04 , 2025 Jun 15
زمونږاصلی تمرکز له تیريګر دښمن سره مقابله ده

زمونږاصلی تمرکز له تیريګر دښمن سره مقابله ده

ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران او امریکا ترمینځ د غیر مستقیمو خبرو اترو د راتلونکي پړاو په اړه وویل: لا هم روښانه نه ده چې مونږ به د یکشنبې په ورځ په دې اړه کومه پرېکړه وکړوالبته زیات احتمال دا دی چې دا خبرې هیڅ  نتیجه نه لری او بې معنا شوي دي.
10:54 , 2025 Jun 15
۱۸