د ادب ډله: په چين كښې له مذهبی ازاديو څخه ملاتړ او د دوو اړخيزو كلتوری مبادلاتو لپاره د ايران او چين چمتووالے له هغو موضوعاتو څخه وې چې وړمه ورځ د وږی دمياشتې په نولسمه نېټه د د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير او د چين د دينونو د تنظيم د مشر په كتنه كښې اعلان شوې.
21:05 , 2012 Sep 11
د اقتصاد ډله: د ((مديريت، خلاقيت او ملی توليد)) په نامه د بين المللی كانفرنس د داورانو د كمیټې له داورۍ او قضاوت نه پس له ټولو ٧٧٢مقالو څخه ٤٥٣مقالې غوره شوی دی او دغه كانفرنس د زيارت او جمعې په ورځ يعنې د روانې وږی د مياشتې په ٢٣او ٢٤نیټه په ايران كښې ترسره كیږی.
20:55 , 2012 Sep 11
د ادب ډله: د اسلامی انقلاب د اسنادو د مركز اجرائی او تجاری مرستيال اعلان وكړ: د امام علی النقی عليه السلام په نامه د بين المللی كنګرې دارالانشاء ته په لیږل شويو آثارو كښې د شعر آثار ترټولو زيات دی.
20:55 , 2012 Sep 11
ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزارت د هنری چارو مرستيال د رسنيو د خاوندانو سره په يوه ناسته كښې د فيشن او جامې د نندارتون د اعلانولو په ترڅ كښې چې د لړم په مياشت كښې په تهران كښې ترسره كيدونكے دے، اعلان وكړ: د الهی او انسانی ارزښتونو قدرونه د لړم په مياشت كښې د فيشن او لباس د ترسره كيدونكی نندارتون له محورونو څخه دی.
20:55 , 2012 Sep 11
د ادب ډله: د اسلامی بين المللی مقاومت د شعر د دريمې كنګرې اجرائی منشی په دې بيان سره چې د دغې كنګرې خبری ناسته به د راروانې تلې يا ميزان په مياشت كښې ترسره شی، زياته كړه: نن سبا د هغه پخوانی شاعر د انتخاب لپاره د سلامشورې په حال كښې يو چې په پائې كښې ورڅخه قدرونه او درنښت وشی.
23:09 , 2012 Sep 10
ټولنيزه ډله: د ((د علم او ټيكنالوجۍ په پرمختګ كښې د مسلمانو پوهو ښځو رول)) نومی كانفرنس ته بلنه د تهران پوهنتون او د الجزاير د پوهنتون د اسلامی نړۍ د پوهو ښځو د نیټ ورك لخوا اعلان شوه.
23:09 , 2012 Sep 10
د علم او پوهې ډله: د فارابی بين المللی فسټيول د دارالانشاء مشر په دغه فسټيول كښې د ګډون كونكو د آثارو د څیړنې او جاجونې د دريمې مرحلې د سرته رسيدو خبر وركړ او څرګنده ئې كړه: وروستۍ او فائنل څیړنه او د غوره آثاره ټاكل به د راروانې تلې د مياشتې په وړومبۍ لسيزه كښې ترسره شی.
23:09 , 2012 Sep 10
ټولنيزه ډله: د قائداعظم محمدعلی جناح د وفات د كليزې مراسم سبا د وږی د مياشتې په ٢١نیټه يعنې د ستمبر په ١١، د پاكستان د سند صوبې د مركز كراچۍ ښار په انچولی سيمه كښې ترسره كيدونكی دی.
23:08 , 2012 Sep 10
نړيواله ډله: د امام علی عليه السلام د زيارت په همكارۍ سره په دې زيارت كې د يو فيسټيوال د تر سره كيدو انتظام شوی دی چې عنوان یې غدير دی.
21:11 , 2012 Sep 10
سياسی او ټولنيزه ډله: د اصفهان بشارت نومې تنظيم به د محرم په مياشت كښې د ډول ډول برنامو په ترسره كولو سره د بهرنيو سيلانيانو كوربه وی.
23:05 , 2012 Sep 09
نړيواله ډله: په ملېشيا كښې ((مارا يونيورسټی آف ټيكنالوجی) پوهنتون په نظر كښې لری چې په دغه هېواد كښې د حلالو صنائعو په لړ كښې د ((حلال مديريت)) سرټيفيكېټ او ډګری په وركولو سره د دغه كار ملاتړ وكړی او پراختيا ورته وركړی.
20:59 , 2012 Sep 07
د فكر ډله: د استنبول پوهنتون د اسلام پېژندنې د څانګې په اهتمام سره پرون د وږی د مياشتې په پنځلسمه نېټه د فرانس په سټراسبورګ ښار كښې د اسلامی علومو د زدكړې مركز پرانېستل شو.
22:52 , 2012 Sep 06