ټولنيزه ډله: په كربلای معلا باندې د حضرت امام حسين(ع) د نوی ضريح په انتقال او لګولو پورې د اړوندو پروګرامونو په انتقال او نصبولو پورې د اړوندو پروګرامونو د تشريح كولو خبری ناسته سبا د عتباتو عالياتو د بيارغاونې د كمیټې د رئيس په شتون سره تشريح كیږی.
19:59 , 2012 Sep 23
د هنر ډله: مسلمان جرنلسټان، ليكوالان او متفكران د اسلامی ټولنو د وروسيتو پېښو د څېړلو لپاره د لبنان په پائېتخت بېروت كښې راغونډ شول.
21:23 , 2012 Sep 22
هنری ډله: د اسلامی او ايرانی فلمونو فيسټوال د هنری اثارو نندارتون، د هندوستان په اترپرديش ولايت كښې د لكهنو د ادبياتو پوهنځای په مرسته ترسره كیږی.
20:35 , 2012 Sep 22
بين المللی ډله: د ((چارلی هبډو)) په نامه فرانسوۍ مجلې ويب سائیټ چې د پيغمبراكرم(ص) پرخلاف ئې له سپكاوی نه ډك كاريكاټورونه خپارۀ كړی وو، په دغه كار باندې د اعتراض كونكو لخوا هيك كړې شو.
20:53 , 2012 Sep 20
د روغتيا ډله: د ايران د طبی اخلاقو دريمه بين المللی غونډه او د هيواد د طبی اخلاقو دريمه كليزه كنګره په روغتيا كښې د اخلاقی ملاحظاتو په محوريت سره د رارونې كب د مياشتې په وړومبيو كښې د تهران د طبی علومو د پوهنتون د طبی اخلاقو او تاريخ د تحقيقاتو د مركز لخوا ترسره كيدونكې ده.
23:14 , 2012 Sep 18
د علم او پوهې ډله: د پيغمبراكرم(ص) د ساحت او حرمت په سپكاوی باندې په اعتراض كښې د اسلام دښمنۍ سره د مقابلې غونيه د هندوستان د يوه ډله عالمانو او خلكو په شتون سره نن سهار د دغه هيواد د اترپرديش ولايت په لكهنؤ ښار كښې ترسره شوه.
23:13 , 2012 Sep 18
د ادب ډله: د استاذ شهريار نړيوال سيمينار اجرائی سېكتر د تهران په ١٨ سيمه كښې د دغه سيمينار د وړومبنۍ برخې له پرانېستې څخه خبر وركړ او وې ويل: دغه مراسم به سبا د وږی د مياشتې په ٢٨ نېټه جوړیږی.
22:20 , 2012 Sep 17
د ادب ډله: د سبط النبی (ص) حضرت امام حسن مجتبی (ع) د نړيوالې كنګرې د اجرائی كمېټی مسئول د ټول هېواد د علميه حوزو د مركز د مشر په شتون سره د دغې كنګرې د سياستګذارۍ د شورا د وړومبنۍ غونډې د تشكيلېد په اعلان سره وويل: دغې كنګرې بلنه به چې په هنری او ادبی تګلارې سره جوړیږی راتلونكې مياشت كښې اعلان شی.
22:15 , 2012 Sep 16
د هنر ډله: د مستند او تجربی سينما د پراختيا مركز د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخۍ په حقله د خپلې كركې او قهر په څرګندلو سره اعلان وكړ چې د يو شمېر فېلمسازانو په ملګرتيا سره يو مستند فېلم جوړ وی چې د حقيقت سينما په نړيوال فېسټيوال كښې به یې له نندارې نه علاوه يوه نسخه د ملګرو ملتو عمومی سېكتر ته ولېږی.
22:55 , 2012 Sep 15
د سلامتيا ډله: د عمان د طبی پلاوی مشر وويل: د مكې مكرمې په سپېڅلې زمكه د حج ستره غونډه او د هغۀ د مناسكو ترسره كول د انسان د بدن، روح او نفسياتو په سلامتيا باندې مختلف اثرات او اغېزې كوی او د دغو اثراتو د راڅرګندولو لپاره علمی او سائېنسی تحقيقاتو ته ضرورت دے او خلقو ته د هغوی په ډاګه كول پكارد دی.
21:13 , 2012 Sep 12
نړيواله ډله: د ستمبر په يولسمې نیټې د مصر په طنطا ښار كې تر سره شوی يو سمينار كې په وحی كې د قران پاك د ادبی معجزې موضوع جاجونه وشوه.
21:08 , 2012 Sep 12
هنری ډله: د تهران د فېلمی فېسټيوال سېكتر د تهران د لنډو فېلمونو د نهويشتم نړيوال فېسټيوال كښې د ١٠٧ هېوادونو له ګډون څخه خبر وركړ چې له دغو څخه ٣١ هېوادونه يا مسلمان هېوادونه دی يا مسلمان نفوس لرونكی دی.
20:59 , 2012 Sep 12