ایکنا نیوز د اسلامی ارتباطاتو او کلتور دادارې دعمومی اړیکو د ادارې له قوله راپور راکړ، په دغې ناستې کې چې په اسلام اباد کې دایران دکلتوري سلایارۍ په مستقیم پشتیبانۍ سره ترسره شوه ، د ایران په کلتوری خونې کې دیره ځاي نماینده میرمن زاهده بخاري ،د ملتان ښار د ښونې او روزنې دادارې مشرې میرمن زهرا بتول ، د لوئې څارنولۍ د وکیلې مسرت بتول او د میرمنو د چار یوې کارپيژاندې میرمن حمیره طارق پکې ویناوې وکړې.
ددغه سمینار په پيل کې میرمن بخاري د فلسطین د شجاع او مبارزو میرمنو یاد او خاره وستایله او له فلسطینیو میّندو سره ئې چې خپل بچیان ئې د اسرائيلو د ماشوم وژونکي رژيم په جنایتونو کې شهیدان شوي دي ، پیوستون اعلان کړ.
هغې په غزې تړانګې کې د میرمنو وماشومانو د عامو وژنې په محکومولو سره ووئيل، دنړۍ میرمنې په عامه توګه دپاکستان او ملتان میرمنې په غزې کې د قتل عام او نسل وژنې څخه د ټولنې د پوهولو او د فلسطینیو میّندو او میرمنو دغم او کړاؤ په باب خبرولو اقدامات وکړي څو راتلونکي کال د میرمنې ورځ په فلسطین کې د آزادۍ ،بریالیتوب او آرامښت په ځيري سره ولمانځو.
میرمن بخاری په دوام کې په ملتان کې د ایران دکلتوری خونې دمسئول شهید رحیمي دناځوانمردانه ترور موضوع ته اشاره وکړه او د هغه لوړمقام شهید د شهادت د یوه شاهد په توګه ئې د ؛ ملتان د رسول ؛ دخاطراتو او د یوې صبرناکې او مقاومت کونکي میرمنې په توګه دهغه د ماندنې د صبر او زغم ستاینه او قدرونه وکړه.
ددغو دستورو په پآي کې ګډون کونکو د یوې اعلامیې پّ صادرولو سره ، سږکال د میرمنې نړیواله ورځ د بې دفاع میرمنو او ماشومانو د وژلې او وحشي جنایتکار رژيم د څاروي ډوله جنایتونو په محکومولو سره دغه ورځ د غزې له میرمنو د ملاتړ و رځ اعلان کړه.
https://iqna.ir/fa/news/4204408