ایکنا نیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د ایران اسلامي انقلاب د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ په یوولسمه (د ۱۳۵۷ کال د سلواغي په ۲۲مه) د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په رهبرۍ بریالی شو.
په همدې مناسبت، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۵مې کلیزې په شپه، په سیمه ایز وخت د شپې ۹ بجې، د اسلامي ایران میلیونونو خلکو د خپلو کورونو له بامونو څخه او په جوماتونو او کوڅو کې په حضور سره، د الله اکبر نارې پورته کړې.
دغه راز د ايران د بېلابېلو ښارونو آسمان هم د خلکو د الله اکبر نعرو ویلو سره سم، له رڼاګانو څخه ډګ شو.
د اسلامي ایران خلک هر کال په پراخو راټولیدنو او میلیوني حضور سره، د اسلامي انقلاب له آرمانونو او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره، خپله ژمنه تازه کوي.
له دې سره، د نړۍ په بېلابېلو ښارونو او هېوادونو کې له هغې جملې په افغانستان،پاکستان،متحده عربی امارات، چین، دوبی، مسکو، ډنمارک او هسپانیا کې د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۵ مې کلیزې نمانځنه شوې او یا هم په دې تړاو د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ته د مبارکۍ پیغامونه ورکړل شوي دي.
د ایکنانیوز خبری آژانس درست کارکونکی هم په دې مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.