ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،خبری سرچینو بیګا وئیلی دي، چې یوې فلسطینۍ رسندوئې مدیر او تکړه لیکوال او خبریال رزق الغرابلی په غزې کې د وحشي صهیونیسټي دښمن په بې آمانه حملو کې شهید شوی دی.
په راپور کې وئيل شوي دي،الغرابلی دغزې تړانګې په جنوب کې په خان یونس باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم په هوائي حملې کې شهید شوی دی.
ددغه خبریال په شهادت سره د اکتوبر په اومه نیټه دطوفان الاقصی له ناڅاپي عملیاتو پسې په غزې کې د رسندوئي شهیدانو شمیر ۱۲۳تنو ته رسیدی دی.
د فلسطین د روغتیائي چارو وزارت په غزې تړانګې باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو په یو سل درویشتمې ورځې کې وئيلي دي ،دغه وحشي رژيم په تیرو ۲۴ساعتونو کې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کې نوی ۱۳ جنایتونه کړي چې له امله ئې یو سل دیارلس کسان شهیدان او څه دپاسه دوه سوه نور ټپیان شوي دي . او دغه راز ترپرون ناوخته پورې د اکتوبر له اومې نیټې راپه دې خوا د شهیدانو شمیر اوه ویشت زره پنځه سوه پنځه اتیا تنو ته رسیدلی چې کابو اویا فیصدي قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي . دغه راز د ټپیانو شمیر هم کابو اوه شپیته زروته رسیدلی دی.