IQNA

په ابراهیمي جومات د صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو پر لمونځ ګوزارو یرغل وکړ(فیلم)

12:21 - December 20, 2023
د خبر لمبر: 3488451
ایکنا- په ابراهیمي جومات کې د فلسطینیو لمونځ ګوزارو د لمانځه په وخت د صهیونیسټ میشته ښارګوټي جنایتکارو اوسیدونکو حمله کړې   چې په نتیجې کې ئې یو شمیر لمونځ ګوزار ټپیان شوي او  دغه راز جومات ته یو لړ تاوانونه  واوښتل.

 ایکنانیوز د وفا له قوله راپور راکړ، یوشمیر فلسطینیو لمونځ ګوزارو په الخلیل ښار کې په ابراهیمي جومات کې بل پرون ماښام د جمې مونځ ادا کاوه چې صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو پرې یرغل وکړ چې له وهلو ټکولو وروسته ئې یو شمیر  کسان ټپیان کړل  او دغه راز جومات ته یو لړ تاوانونه هم واوښتل ، وئيل کیږي ،جنایتکارو پر لمونځ ګوزارو د مرچکو تراخه سپرې کړې چې یو شمیر کسان پکې بې هوشه شول.

 دټولنیزو چینلونو فعالانو یو کلیپ خپور کړی چې ښئ لمونځ ګوزار د ګیس له امله په  سا اخستو کې مشکل لري او ټوخیږي، ځينی له هغوي پر مځکې پراته دي  او یو وینا کوي،  او وائي چې  دښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو پرې دمرچکو سپرې  کړې.

ابراهیمی جومات دالخلیل پخواني ښار کې واقع دی چې  دصهیونیسټي  رژيم په کنټرول کې دی او  کابو څلور سوه صهونیسټان پکې هستوګن دی چې د صهیونیسټ رژيم  د کابو یو زر پنځه سوه عسکرو په وسیله ساتل کیږي.

د ۱۹۹۴کال سهار وختي یو اسرائيلي صهیونیسټ میشته ښارګوټي اوسیدونکي  په دغه جومات کې د لمونځ ګوزار و قتل  عام وکړ  . په دغه جنایت کې  چې د ۲۹لمونځ ګوزارو دشهادت سبب شو، صهیونیسټي رژيم یوه کمیټي جوړه کړه چې په نهایت کې ئې   جومات  وویشل شو او ۶۳ فیصدي برخه ئې یهودیانو ته  او یوازې ۳۷فیصدي برخه مسلمانانو ته بیله کړه .

مسلمانان له دغه ویشه وروسته هم په دغه جومات کې له ډيرو مشکلاتو او محدودیّتونو سره مخ دي .  دفلسطین دیدني چارو اواوقافو وزارت د دوو راپورونو په اساس ، دصهیونیسټ رژيم  پوځ یوازې د ۲۰۲۳کال په اکتوبر کې ۱۴۲ځله او په تیر نومبر کې هم ۶۲ځله  په جومات کې د آذان د خپریدا مخه نیولې ده.

 https://iqna.ir/fa/news/4188796

 

captcha