IQNA

په کینیډا کې له نفرت خورونې سره د مقابلې لپاره یوې اسلامی موسیسې نوښت پیل کړی

7:30 - December 18, 2023
د خبر لمبر: 3488437
ایکنانیوز- په کینیډا کې یوې اسلامی موسیسې  له نفرت خورونې سره  دمبارزې لپاره ، د  ؛ خپل دوست جومات ته راولئ ؛ په عنوان  سره یو پروګرام اجرا کړی دی.

ایکنا نیوز د کینیډا نیوز۲۴ له قوله راپور راکړ، دغه پلان د کینیډا د مسلمانو ځوانانو د موسیسې په همت سره  او د ددغه هیواد د جوماتونو دلیدو په موخې سره په شبنې او یکشنبې ورځو اجرا کیږي.

دکینیډا دغه اسلامی موسیسه هیله منده ده چې په کینیډا کې له اسلامه د ویرونې له پروسې سره اړونده  پيښو له زیاتیدا وروسته  ددغه نوښت په وسیله وتوانیږي، ددغه هیواد له نورو نفوسي ټولنو سره تعامل ټينګ کړي.

دکینیډا د مسلمانو ځوانانو د ټولنې ددیني خبرونې د برخې مدیر جاری قدرت په دې باب په یولړ څرګندونو کې ووئیل، تمه کیږي، څه دپاسه شل جوماتونه  ؛خپل دوست جومات ته راولئ ؛ په پروګرام کې دګډون کونکو کوربه شي.

هغه زیاته کړه  ددغې پيښې یو بل پروګرام  د جوماتونو له امامانو سره  خبرې اترې او د اسلام په باب  په نندارتونونو کې ګډون دی .  هغه په دوام کې ددغه پروګرام موخه د اسلام په باب د کینیډائي غیر مسلمانانو ود بلدتیا  او ګډون کونکو ترمینځ د خبرواترو دودول دي.  

 هغه دغه اعلان وکړ، چې دغه اقدام  له اسلامه د ویرونې د پروسې د کمیدا په لړ کې د متقابل درک د ښه کولو لپاره د ځينو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب شي چې په غزې کې له جنګه وروسته زیات شوی دی.

په کینیډا کې د یوه جومات امام فرحان اقبال  هیله مندي ښودلې ده چې د؛پرانیستی جومات؛ پروګرام د هغو ناسمو تفاهمونو د ختمیدا لپاره یو فرصت شي ، چې نړیوالو شخړو ته د احساسی غبرګونونوله امله کیدلی شي.

هغه دغه راز روښانه کړه ، تمه کیږي ، ډیری غیر مسلمانان  په اوتاوا کې له هغه جوماته چې  هغه  پکې ژوند کوي، کتنه وکړي.  د جاری قدرت په وینا  د مسلمانانو ځوانانو ټولنې  د انټرنیټي فضا  له لارې ددغه پروګرام د اجرا لپاره  داحتمالی ګډون کونکو په اختیار کې فارمونه ورکوي،څو خپلې نامې ولیکي.

https://iqna.ir/fa/news/4188469

captcha