IQNA

په بیروت کې د صبرا او شتیلا دنسل وژنې د شهیدانو ددرنښت دستورې ترسره شوې

14:48 - September 17, 2023
د خبر لمبر: 3487965
ایکنا-(بیروت) د لبنان په بیروت کې د صبرا او شتیلا د نسل وژنې دشهیدانو د یو څلویښتمې کلیزې د درنښت دستورې په پرتم او ولولې سره ترسره شوې او یو ځل بیا ئې د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه غیر انساني او سترظلم وبالۀ.

ایکنا د العالم له قوله راپور راکړ،له مقاومت څخه دملاتړ لپاره انتخاب:په عنوان سره د نړیوالې ټولګې په همت سره په بیروت کې د صبرا او شتیلا د نسل وژنې د یو څلویښتمې کلیزې دستورې په ولولې اوپرتم سره ولمانځل شوې.

په دغو دستورو کې حاضرو خلکو د قتل عام په سبب د نیواکګرو د سزا کولو د ضرورت په  پاب خپل دریځونه اعلان کړل.

ګډون کونکو همداراز د صبرا او شتیلا  وژله له بشری حقوقو څخه ددفاع دمدعیانو په ټنډې د بې ننګئ داغ وبالۀ.

بازخوانی کشتار صبرا و شتیلا؛ ننگین ترین جنایت صهیونیست‌ها - خبرگزاری مهر |  اخبار ایران و جهان | Mehr News Agency

د ۱۹۸۲ کال دستمبر په شپاړسمه نیټه،د صهیونیسټي نیواکګر رژيم د ځينو مسیحي وسلوالو ډلو ټپلو پشمول د خپلوعواملو په ګډون سره په صبرا اوشتیلا کیمپونو کې عامه وژله وکړه،یوه داسې عامه وژله چې په هغو کې په زرګونو فلسطینیان او لبنیان ماشومان،ښځې او بوډاګان په ډير بوږنونکي ډول ووژل شول.دغه عامه وژله په داسې حال کې پيښه شوه چې په لبنان حمله  او بیروت ته د نیواکګرو واریدیدا، د نړیوالو ټولنو له خوا له هیڅ ډول غبرګون سره مخ نه شوه .

عکس: کشتار وحشیانه صبرا و شتیلا (18+)

https://iqna.ir/fa/news/4169191

captcha