IQNA

په مصر کې دجوماتون و په ښونځیو بدلولو وړاندیز جنجال جوړ کړی

16:48 - June 18, 2023
د خبر لمبر: 3487489
په ښونځیو باندې د جوماتونو د بدلیدا په زمینې کې دمصري  خبریال  ابراهیم عیسی وړاندیز، په دغه هیواد کې پراخ جنجال راپورته کړ.

ایکنا  القدس العربی له قوله راپور راکړ،په ښونځیو د  جوماتونو  د بدلولو په زمینې کې د مصر د یوه خبریال وړاندیزپه دغه هیواد کې په ټولنیزو  چینلونو کې ستر جنجال راپورته کړی دی .

عیسی په خپل یوه ټیلیویژني پروګرام کې  د  ؛قاهره او خلک؛نومې چینل کې  د قاهرې د خبرواترو په عنوان سره  ووئيل،په مصر کې کابو یولک پنځوس زره جوماتونه دي  او د ښونځيو د ګڼې ګوڼې د بحران  دحل لپاره غوره ده چې  دغه جوماتونه په ښونځیو بدل شي.  هغه  دغه خبرې  د مصر د پارلیمان له یوه استازي سره په خبرو کې مطرح کړې ، خو  دپارلیمان دغه استازی ایهاب منصور  روښانه کړه، چې حکومت ددې جوګه دی چې د ښونځیو د ګڼې ګوڼې دختمولو لپاره نوي ښونځي جوړ کړي.

ابراهیم عیسی  په مصر کې له  چارواکو سره نزدې یوه مشهوره رسندويي څيره حسابیږي او ډيری  دهغه څرګندونې یوډول د حکومت دریځونو بیانول ګڼي  . هغه تر دې دمه  ډیرې جنجالی خبرې کړي دي  . له دې مخکې هم  هغه د آذان دخپریدا  دغوڅیدا غوښته  هم کړې وه چې  د  ټوریسټانو د کړاؤ سبب کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4148627

captcha