IQNA

د قدس ورځ له فلسطین سره د نړۍد پتمنو د پیوستون ورځ ده

6:35 - April 15, 2023
د خبر لمبر: 3487186
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سیدحسن نصر الله ووئيل،د قدس ورځ له فلسطین او نیواکي قدس سره  دنړۍ د شریفو ملتونو دپيوستون  ورځ ده.

ایکنا د المنار له قوله راپور راکړ،، د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله د د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې  د مسلمانانو پیوستون  د اسلامی نړۍ د دښمنانو دویرې او وحشت سبب وبالۀ او وې وئيل،  په نړیوال ډګر کې د امریکا قدرت په ځوړتیا دی او د فارس خلیج سیمې هیوادونه په امریکا اوس  هیڅ اعتماد نه لري.

حسن نصر الله ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران اوعربستان موافقه پر سیمې ډيرې زیاتې اغیزې لري او له صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو د عادي کولو لاره سستوي ،ووئيل، اوس  د ایران ضده  عربو هیوادونو او اسرائيلو په ملاتړ سره د امریکا جنګ ته د دښمنانو امید په ناامیدئ بدل شوی دی.

 هغه په دوام کې، د نیواکي فلسطین بدلونونو  او د فلسطین دمقاومت په باب هم ټينګار وکړ، هغه څه چې په لویدیځي غاړې او بیت المقدس کې د وسلوال مقاومت له پلوه  او په صحنې کې د ماشومانو ،زلمیانو ،بوډاګانو،سړیو او میرمنو  شتون  له نظره په زیاتیدا دي ، د مقاومت د فضا او چاپيریال تر ټولو پیاوړی انځور دی.

 هغه همداراز د لبنان د جنوب په پولو کې وروستیو پیښو او د نیواکي فلسطین په شمال  له دغې سبیبمې د توغندیو  باران اوپه دغې سیمې  د صهیونیسټانو  د حملو دوام    ته په اشارې سره ټينګار وکړ،  هغه څه چې د لبنان په جنوب کې پیښ شوي ، یوه لویه  او مهمه پیښه وه او  په لبنان هرډول  حملې او امنیتی پیښې ته به غاښ ماتونکی او  چورلټ ځواب ورکړل شي.

سید حسن نصر الله خبرداری ورکړ، په بیت المقدس، لویدیځي غاړې ،غزې، لبنان یا سورئې کې د غاصبانو احمقانه اقدامات او ځيني  احساسات  او ګامونه،سیمه د یوه لوي جنګ په لور کاږلی شي  او دایوه خطرناکه لوبه ده. هغه د خپلې وینا په بلې برخې کې  د افریقائي اتحادئې له غونډې څخه  د صهیونیسټي رژيم د پلاوي  ویستلو  ته اشاره وکړه او روښانه ئې کړه،د فلسطین په موضوع کې  د اساسی رول لوبونې ته د الجزایر د بیرته ستنیدا او  دافریقائي اتحادئې له غونډې د اسرائيلي پلاوي  دویستلو  هرکلی کوو او باید  دغه تیریګر او  جنایتکار رژيم په هرځاي کې  همداسې رسوا او  ذلیل شي.

 https://iqna.ir/fa/news/4134071/%D8%

captcha