ایکنا د فلسطین الیوم له قوله راپور راکړ، د نیواکي ټاټوبو لویدیځي غاړې اوسیدونکو مسلمانانو نن سباؤن په الاقصی جومات کې د روژې دمبارکې میاشتې د جمعةالوداع د سهار لمونځ په پرتم او ولولې سره قایم کړ.
ځاي سرچینو په راپورونو کې ووئيل، په لسګونو زره روژټي مسلمان لمونځ ګوزار د الاقصی جومات په صحنونو کې غونډ شول او د جمعةالوداع لمونځ ئې ادا کړ.
هغو سختو امنیتی تدبیرونو سره سره چې نیواکګر صهیونیسټي رژيم دالاقصی جومات په شاوخوا کې او په بیت المقدس کې وضع کړي، ښآریزو او روژتي مسلمانانو د فلسطین له هرې سیمې ځانونه دالاقصی جومات ته ورسول او ډیر خلک له مخکې په جومات کې په اعتکاف کې موجود وو.
پرون شپه هم د الاقصی صحنونه د صهیونیسټي ینواکګرو پوځیانو او د جومات ساتونکو ترمینځ د نښتو ډګر ؤ او دبیت المقدس د ځینو سرچینو په وینا، صهیونیسټي عسکرو د الاقصی جومات دروازې بندې کړې او د جومات او د هغه دشاوخوا سیمو بریښنا ئې هم غوڅه کړه او په زرګونو فلسطینیو ځوانانو ددغه غیر انساني اقدام په ضد سخت شعارونه ورکړل.صهیونیسټي عسکر بیا هم هڅه وکړه څو په الاقصی جومات کې اعتکاف کونکي مسلمانان چې په هره طریقه وي له جوماته وباسي خو ناکامه شول او په ذلت او خوارئ سره ئې له خپل دغه جنایته بلاخره لاس واخست او په شاشول.