ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون په تهران کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په مصلای کښې د سردار قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې د لمانځلو په سترې ولسي غونډې کښې په دې خبرې سره چې د عدالت غواړو او د بدلون غواړو انسانانو وجود، د بقا او د میدان دارۍ سرچینه ده وویل؛ سردار قاسم سلیماني داسی شخصیت ؤ چې نه یوازې د ایران د ملت ،بلکې په نړۍ کښې ددرستو مسلمانو ملتونو په فکر کښې و.
د ایران ولسمشر زیاته کړه د شهید قاسم سلیماني د کلیزې لمانځل، له استکبار او ترهګرۍ سره د مبارزې نړیواله څیره او د ټولو خوبیانو درنښت کول او د سلطې د نظام ، استکبار او ظلم څخه بیزارۍ او د نفرت اعلانیدل دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د نړۍ ټولو ازادي غواړو ته د قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مراسمو کښې د ګډون پیغام دا دی چې باید د ظلم او د استکبار په وړاندې په مقاومت کولو سره د مستکبرانو او د ظالمانو لاره ونیسو.
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې شهید سلیماني په دنیا کښې د امریکا رعب او باؤؤ مات کړ زیاته کړه شهید سلیماني هم هویت جوړونکی او هم په سیمه کښې د اسلامي هویت احیاګر و.
ابراهیم رئیسي امریکا او د ایران د اسلامي انقلاب دښمانانو ته په خطاب کښې ټینګار وکړ هماغه ډول چې قاسم سلیماني د استکبار، سلطې او د زیات غوښتنې او ظلم په مقابل کښې ودرید او په سیمه کښې یې مقاومت رامینځته کړ نن سبا به هم د ایران زړور ځوانان د دښمانانو په مقابل کښې ودریږي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125712