يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُبْ بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإِنْ كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا وَلَا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلَّا تَرْتَابُوا إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ وَإِنْ تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍعَلِيمٌ؛
ائ هغسې کسانو چې ایمان مو راوړی دی ،کله چې یوه بل ته دیوې مودې لپاره پور(پور یا دکاروبار په باب راکړه ورکړه) ورکوئ، نو دا ولیکئ او باید لیکوال ئئې دعدالت په اساس ستاسو په مینځ کې ولیکي ! او هغه څوک چې د لیکنې قدرت لري، باید له هغه شان لیکنې چې خداي هغه ته ورښودلي ،ډډه ونه کړي،نو ځکه ولیکئ او هغه کس چې د تا پر غاړه حق لري ، باید ولیکي ، او له خداي چې د هغه پروردګار دی وویریږي او هیڅ شی پټ پرې نه ږدي ،او که هغه څوک چې د هغه په غاړه ئې حق دی ،د عقل له پلوه کمزوری یا لیونی دی ، یا( ګونګ دی) او دڅه وئيلو یا لیکلو توان نه لري ، نو باید دهغه ولی یا سرپرست (د هغه په ځاي) د عدالت په رعایتولو سره لیکل وکړي، الو دوه (عادل سړی)کسان پر ځان (پر دغه حق) شاهدان یا ګواهان کړي، او که دوه سړي نه وي،نو بیا یو سړی او دوه میرمنې ،له هغو کسانو څخه چې د تاسو د رضایت او ډاډ وړ دي ،وټاکئ،(او دغه دوې ښځې باید په یوځاي ګواه یا شاهدې شي)څو که یوه سروغړوي ،نو بله ورته یادونه وکړي.او شاهدان باید هغه مهال چې دوي (د ګواهئ لپاره) وبلل شي، ډډه ونه کړي،اوله لیکلو(دخپل پور) هغه که لږ وي او که ډير ،غافل نشئ(هرڅه چې وي وې لیکئ). دا د خداي په نزد له عدالت سره لا نزدې او د لا مستقیم عدالت لپاره ، او د شک او شخړې څخه د مخنیوی لپاره لا ښه ده، مګر دا چې راکړې ورکړې نغدې وي چې پخپلو کې ، سره لاس په لاس کیږی. په داسې بڼه کې پر تاسو هیڅ ګناه نشته چې ئې ونه لیکئ . خو کله چې پير پلور(نغدي)کوئ ،نو شاهد وساتئ، او باید لیکوال او شاهد ته(د حق وئيلو په خاطر)کوم تاوان ونه رسي( او ورباندې دباؤ ونه چول شي)، او که داسې وکړئ ، د پروردګار له فرمانه وتلي یاست.له خدایه ووریږئ او خدا وند درته ښئ اوتعلیم درکوي ،خداوند پر هر شي دانا او پوهه دی ::(د بقرې سورې -۲۸۲آیت)
دا د قرآن کریم ترټولو لوي آیت دی چې د حقوقي مسئلو او د تجارتي سندونو دمنظمولو دڅرنګوالي په باب دی. ددغه آیت محتوا روښانه ده او څه خاص توضیح نه غواړي. کله چې په ټول جزیرةالعرب کې د موَرخانو په وینا، له اولسو باسواده کسانو زیات نه وو،نو د لیکنې په باب دا ټوله خبرې ، دحقوقو ساتنې او علم ته داسلام د توجه او ځانګړي پام نښه ده.
دغه آیت د اسلام د جامعیّت او د نظر ددقت نښه ده چې دجاهلیّت په پړاؤ کې او په وروسته پآتې خلکو کې ئې ترټولو دقیق حقوقي مسئلې مطرح کړي دی.
له دغه آیته استفاده کیږي چې اسلامی ټولنه باید د حقوقو په ساتنې کې دیوه بل ملاتړ وکړي ،ځکه هره معامله ،څو شاهدانو او کتبی لیکنې ته اړتیا لري.
په تفسیر نور کې د آيت ځينو پيغامونو ته خاص اشاره شوې ده