ایکناخبری آژانس د صدای البلد له قوله راپور راکړ، د مصر د ځوان قاري محمد جمال شهاب د تلاؤت دیوې لنډې ویډیوئي کلیپ خپریدا د مصر په ټولنیزو چینلونو کې د میلیونونو خلکو له تاوده هرکلی سره مخ شوی دی.
هغه څو ورځې مخکې دخپل قرآن کریم د تلاؤت یو په زړه پورې کلیپ په ټیک ټاک ټولنیز چینل کې خپور کړ. هغه چې په دغه ویډیوئي کلیپ کې د مصر د قاریانو رسمي قالي نه،بلکې خپل عادي قالي اغوستي دي ، پخپلو پټَیو کې د خپل پلار ترڅنګ د الحشر مبارکې سورې یو یشتم آیت تلاؤت کوي.
دغه لنډه ویډیو چې ۴۵سیکنډه زیاته نه ده ،د میلیونونو خلکو توجه ئې ځان ته جلب کړې او د ټیک ټاک په ټولنیز چینل کې شپږ میلیون کسانو لیدلې او هرکلی ئې کړی دی.