IQNA

د حسینی اربعیّن زیارتوال له اتیاؤ هیوادونو دکربلاپه لور خوځيدلي دي

8:08 - September 14, 2022
د خبر لمبر: 3486223
ایکنا-(تهران)هره ورځ کربلا ته څه دپاسه یو نیم میلیون زیارتوال ورځي چې دوی به د حسینی اربعین تروروستیو پورې دزړه له اخلاصه او په ورین تندي سره د تولو حسینی زیارتوالو کوربتوب کوي.

ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د عراق د کربلا معلی مرستیال والی پرون په یولړ څرګندونوکې ووئیل د حسینی اربعیّن  زیارتوال  چې  دغه ولایت ته ئې سفر کړی دی،دڅه دپاسه اتیاؤ ملیّتونو زیارتوال دي

 په راپور کې وئيل شوي دي،عقیل الفتلاوي  پرون ناوخته  دې ته په اشارې سره چې  اټکل کیږي ، په حسینی اربعیّن کې  دګډون کونکو زیارتوالو شمیر څه دپاسه شل میلیون کسانو ته ورسیږي، ووئيل،دحسینی اربعین زیارتوال  دنړۍ له څه دپاسه اتیاؤ هیوادونو  کربلا معلی ته ورغلی دي چې په هغو کې زیاتره د ایران ،پاکستان،افغانستان،عربان اواروپایان او امریکایان  شامل دي . هغه ووئيل هره ورځ  کربلا ته څه دپاسه یو نیم میلیون زیارتوال ورځي  چې دوی به د حسینی اربعین تروروستیو پورې دزړه له اخلاصه او په ورین تندي سره  د تولو  حسینی زیارتوالو  کوربتوب  کوي.

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i121000

captcha