IQNA

د قدس په ملاتړ کې د ترکیې په استانبول کې یو سیمنارجوړ شو

17:51 - September 01, 2022
د خبر لمبر: 3486169
 ایکنا-(تهران) د ترکیې په استانبول کې د قدس دمقدس مقام د ځانګړنو اومشکلاتو سره په اړونده موضوع  یونړیوال سیمنار جوړشو.

ایکناخبری اژانس د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ،  له قدس سره  داړونده مسئلو دارزونې لپاره د پوهنتونوالو دنړیوالې ټولګې   د بنسټګرانو کنفرانس د چارشنبې په ورځې پیل شوی او تر دوو ورځو پورې   دوام  لري .

د پوهنتوالو د نړیوالې ټولنې  اجرائي مدیر عادل العیساوي  ددغه کنفراسن په پرانیستونکو دستورو کې  ووئیل، ددغې ټولګې د جوړولو موخه ،یو پوهنتوني   او تل پاتې  حرکت  له رامینځةکولو سره مرسته وه چې دقدس دآئيډیا په لړ کې  وي او دقدس دځائيګي د لوړتیالپاره ،د ټولو علمي فکري اوتشکیلاتي  مولفو ترمینځ دغږملتیا او ملګرتیا ،هغو له خلکو  او دداخلی ، سمیه ایزو او نړیوالو  پوهنتونونو په سویه  د دوي دعادلانه آرمان څخه دفاع  پراخه کړي.

د دغه نړیوال کنفرانس یوه بل ویناوال شیخ نورالدین  الرجبي  پخپلې وینا کې  دقدس د خلکو اود هغو مسلمانانو په ضد د صهونیستي رژيم دتیریو په ارزونې سره  چې قدس ته ورځي ، ټينګار وکړ، الاقصی جومات د صهیونیسټي تیریګر رژيم  له خطرو او وحشي ډوله جنایتونو سره مخامخ دی  او باید درست نړیوال په تیره بیا   آزادي غواړي بهیرونه  او دظلم او کړآؤ په ضد پاڅون کونکي ملتونه  دې په خود کې شي اوددغه ډول تیریګر او جنایتکارو په ضد دې چغې پورته کړي .

د استانبول اکاډمۍ مشر  پروفیسر احمد اغرقجار  هم پر اسلامی او عربی نړۍ غږ وکړڅو دقدس اوالاقصی جومات سره دې مرستې ته ودانګي او ددې چارې لپاره  له اسرائيلي نیواکګرو سره خپلې اړیکې غوڅې کړئ اوله دغه رژيم سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړئ.

 https://iqna.ir/fa/news/4082428/برگزاری-

captcha