حضرت امام علی النقي علیه السلام د ۲۱۲قمری کال د ذی الحجې په میاشت کې له مدینې ښار سره نزدې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د خپل پلار بزرګوارحضرت امام محمد تقي الجواد علیه السلام په لارښونو کې لوي شو او د خپل پلار له رحلت وروسته ئې داسلامی ټولنې د امامت او رهبرۍ مسئولّیت په غاړه واخست .
نن د جمعې ورځ د ۱۴۴۳قمری کال د ذی الحجې دمیاشتې پنځلسمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر(ص)د یوۀ پاک لمسي حضرت امام علی النقي الهادي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده .
د امام علی نقي علیه السلام یو مهشور لقب ؛هادی ؛یعنی لارښونکی دی . امام بزرګوار د سوچه اسلام په معرفۍ کې ډيرې هڅې وکړې او دعقیدتي ، فکري او اجتماعي مسئلو په باب ئې د ډيرو غونډو په جوړولو سره مطرح شوو پوښتنو او شبهاتو ته ځوابونه ورکول .دعلم او ادب ډير زیات لویان او مینه وال د امام علی النقي علیه السلام ګیرچاپيره غونډیل او د هغه بزرګوار له څپانده سمندره ئې خپله تنده ماتوله .
د ایکناخبري آژانس درست کارکونکی دنړۍ مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته په دې مناسبت دزړه له کومې مبارکي وائي .