ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ، د افغانستان پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نن په یولړ څرګندونو کې وویل: د افغانستان او یوکراین په شان هیوادونه دې د سترو قدرتونو په لوبو کښې نه شاملیږي ځکه چې په دغو لوبو کښې د شتون نتیجه بیخي د خلکو په تاوان ده او د نابودۍ لامل کیږي.
حامد کرزي له روسیې سره دجنګ لپاره یوکراین ته د بهرنیو جنګیالیو د ورتګ د پایلو په هکله په خبرداري سره وویل:دا اقدام بیخي د یوکراین په تاوان دی ځکه چې د افغانستان خلکو داسې اقدام تجربه کړی دی چې نتایج یې ددې هیواد د بیخ بیناؤ نابوديدل دي .
هغه همداراز له روسیې سره دمقابلې لپاره اوکراین ته د بهرنیو جګړه مارو د ورتلو په باب هم ټينګار وکړ ، چې که چیرې د کی یف چارواکو په ځاي وائ ،نو هیڅکله به ئې ددغه شان کار اجازت نه وائ ورکړی .
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې ،افغانستان ته دبهرنیو جګړه مارو راتلل هم همداسې وو او پایلې ئې مونږ ولیدې چې د القاعدې او اسامه بن لادن په څير ترهه ګر مو په افغانستان کې ولیدل چې تر نن ورځې پورې ئې له مصیبتونو کړیږو.