ایکنا خبری آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د صنعت، معدن او د تجارت وزیر سید رضا فاطمي امین په یاده غونډه کې وویل: په راتلونکو دریو میاشتو کې به په ایران کې د پاکستاني شرکتونو د فعالیت په مقابل کې پراته خنډونه لیري شي.
هغه زیاته کړه: مونږ هیله من یو چی په پاکستان کې هم ایراني شرکتونو ته د فعالیت په وړاندې خنډونه لیري کړای شي.
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرازق داوود د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا باندې په ټینګار سره وویل: دواړه هیوادونه باید د سوداګریزو او اقتصادي چارو په ډګر کې د اړیکو د پراختیا تر څنګ په نورو زمینو کې هم همکاریو ته وده ورکړي.
هغه زیاته کړه په دې ناستي سره به د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي اړیکو په مخ کې د پرتو ستونزو د لیري کولو په موخه رسیدګي وشي.