د ایکنا راپور له مخې، د پښتو تازه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، العالم ټیلی ویژن راپور ورکړی د قزاقستان حکومت وویل چې د دغه هیواد یوه فوکر سل (العالم ټیلي ويژن راپور ورکړی د قزاقستان حکومت وویل چې د دغه هیواد یوه فوکر سل (Fokker 100) ډوله الوتکه چې درې نوي(۹۳) مسافران او د عملې پینځه(۵) کسان پکښې سپاره وو نن سهار په الماتې ښار کښې نسکوره) ډوله الوتکه چې درې نوی(۹۳) مسافران او د عملې پینځه(۵) کسان پکښې سپاره وو نن سهار په الماتې ښار کښې نسکوره شوه چې له کبله یې تراوسه پینځلس (۱۵) کسان وژل شوی او د څو ماشومانو په شمول کابو پنځوس (۵۰)نور کسان ژوبل شوی هم دی .ویل کیږی چې پینځه(۵) ژوبل کسان مرګی حاله دی او د وژلې شمیر زیاتیدلی شی.
د قزاقستان د بیخ بنایانو د پراختیا او د صنعت وزارت د مسافر وړونکی الوتکې د نسکوریدا علت د الوتلو په وخت د الوتکې د انډول دله مینځه تلل او له یوې (۱) دوه(۲) پاوړیزه ودانۍ سره د هغې ټکریدل وباله .
د قزاقستان دغه نسکوره شوی الوتکه د الماتې له هوایی ډګر څخه پلازمینې« نور سلطان »ته روانه وه چې له پیښې سره مخ شوه .
د قزاقستان د الوتکو شرکت وویل د دغه هوایی پیښې په هکله د تحقیقاتو د نهایی نتیجې تر معلومیدا پورې به دټولو فوکر سل ډوله الوتکو الوتونه بند وی .
https://parstoday.com/ps/news/world-i86848