د ایکنا راپور له مخې، نن د ۱۳۹۸ لمریز کال د غوی ۳۱ او د ۱۴۴۰ هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې پنځلسمه نیټه ده چی د نړۍ د شیعیانو د دوهم امام حضرت حسن مجتبی علیه سلام له نیکمرغه کلیزې سره سمون خوری .
حضرت امام حسن مجتبی علیه سلام چی د رمضان په نیمایی کی او دریم هجری قمری کال کی په مدینه منوره کی دنیا ته سترګېرڼې کړې او د امام علی بن ابی طالب علیه سلام او د اسلام د ګران پیغمبر د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا(س) لومړنې بچې وو چی خداوند متعال دغو دو بزرګوارانو ته عنایت کړ .
مولای متقیان حضرت امام علی علیه سلام او بی بی فاطمه الزهرا س د خپل لومړی بچی د زوکړې په ورځ خپل ماشوم د خدای ګران رسول (ص) ته بوتله تر څو ورپاره نوم خوښ کړی . پیغمبر اکرم ص د خدای تعالی په حکم د هغه نور حسن کیښوده چی د نیک او خوښ په معنا دې .
حضرت امام حسن علیه سلام دا ویاړ درلوده چی د خپل عمر اووه کالونه د خپل ګران نیکه د مینې او مهربانۍ په سیوره کی تیر کړی او هغو په دغه ګران بیه فرصت کی د اسلام د ګران پیغمبر ص له مبارک او نورانی وجوده ګټه پورته کړی او له هغه وروسته ۳۰ کاله د خپل ګران پلار حضرت امام علی س لپاره ریښتونې ملګرې او ځیر او هوښیار شاګرد وو .
مونږ د حضرت امام حسن مجتبی ع د نیکمرغه زوکړې په مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته در زړه له کومی مبارکی وړاندی کوی .