IQNA

د سورئې متحدان به نور د صهونیسټی رژیم تیریو ته کلک ځواب ورکړی

22:51 - February 10, 2018
د خبر لمبر: 3481038
نړیواله ډله: د روسیې دعسکرو د ژوند په خطر کې اچول هیڅکله هم د منلو نه دی ، د سورئې او دنورو سیمو د هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا اوحاکمیّت ته له کوم قید اوشرط پرته احترام ضروری چاره ده .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سورئې په خاورې کې د دغه هیواد دمتحده مقاومتی ځواک دګډو عملیاتو کوټې نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی ، له دې وروسته به دصهونیسټ رژیم دترهه ګرو اوتیریګرو اقداماتو په وړاندې غلی کې نه نی او کلک ځواب به ورکړی .
المیادین ټیلیویژنی چینل هم راپور ورکړی دی ، سورئې دمتحدانو دعملیاتو د کوټې قوماندې په دغې اعلامیې کې وئیلی دی ، داسې روښانه دلیلونه لرو چې امریکائی نیواکګر داعشی تکفیریان د فرات سین له ختیځه په عراق کې التنف او خپلونورو مشکوکو مرکزونو ته منتقلوی او وروسته ېئ د حملو او دسورئې دپوځ دمرکزونو د په نښه کولو لپاره دغه هیواد ته بیرته ورلیږی . په دغې اعلامیې کې همداراز راغلی دی ، له دې وروسته به دصهونیسټ رژیم هر ډول تیری ته سخت ځواب ورکړی او د اسرائیلو دغو ښکاره تیریو ته په ځواب ورکولو کې د سورئې دپوځ هلې ځلې ستائی او دغو یرغلونو ته د ځواب ورکولو لپاره د سورئې د رهبرۍ او دهغو کلک ځواب ستائی او ورځینی بشبړ ملاتړ کوو .
له دې سره په یووخت دروسیې خارجه وزارت هم نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په سورئې د صهونیسټی رژیم په ورستیو حملو دجدی اندیښنې په ښودلو سره وئیلی دی ، دروسیې دعسکرو د ژوند په خطر کې اچول هیڅکله هم دمنلو نه دی ، د سورئې او دنورو سیمو دهیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا اوحاکمیّت ته له کوم قید اوشرط پرته احترام ضروری چاره ده .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i65335

captcha