IQNA

اسلامی مذهبونو نزدیکیت ډګر کښې ایکنا ړومبنۍ خپروونکې

12:06 - August 09, 2014
د خبر لمبر: 1437306
نړیواله ډله: قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خبر خپروونکې په توګه د اسلامی مذهبونو نږدیکیت په ډګر کښې ړومبنی ولمانځلې شو،


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی مذهبونو نزدیکیت ډګر لوړو رسنۍ او خبریالو لمانځلو مراسم نن ماسپښین، د حضرت الله محسن اراکی او د د اسلامی مذهبونو نږدیکیت نړیواله ټولنې مشر آیت الله محمد علی تسخیری او د ګڼل شمېر لیکوال، خبریال او د تصویری رسنۍ مشرانو په شتون کښې په موزه شهدا کښې پیل شو.

په دې مراسمو کښې د قرآنی خبر خپروونکې ټولنه(ایکنا) اداری رئیس حمید صابر فرزام د ړومبنۍ خپروونکې ټولنه په توګه د دې ډګر نه ولمانځلې شو.

په دې مراسمو کښې له تصویری رسنۍ په توګه العالم چینل، الکوثر چینل، او پرس ټی وی چینل په تهران کښې ولمانځلې شو.

همدارنګه د جمهوری اسلامی ایران خبر خپروونکې ټولنې، خبریال ځوانان، خبر خپروونکې ایسنا، ایکنا، تسنیم، او د اسلامی مذهبونو نږدیکیت د لوړې رسنۍ په توګه د اسلامی مذهبونو نږدیکیت په ډګر وټاکلی شو.

د جمهوری اسلامی ورځپاڼې، اطلاعات، رسالت، سیاست روز او ایران دیلی هم د لوړې لیکوونکې رسنۍ په توګه د اسلامی مذهبونو نږدیکیت په ډګر ولمانځلې شوی.

د ایرنا، ایسنا، ایکنا، سیاست روز، جمهوری اسلامی، ایران دیلی او اطلاعات خبریال د دې ډګر نه د لوړ خبریال په توګه وټاکلی شو.

د مراسمو په آخره کښې مشران، خبریال، او خبر خپروونکې ټولنې هم ولمانځلې شوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1436652

captcha