IQNA

قرآني سورې/43

په زُخرُف سورې کې د درستو پيښو د ثتبیدا ځایګی بیان شوی دی

10:53 - December 01, 2022
د خبر لمبر: 3486535
ایکنا-(تهران) خداوندمتعال دټولو پيښو او بحرانو په باب بشبړ پوهیږي او په عین حال کې  انسانانو ته ئې اختیار ورکړی  دی څو خپل برخلریک پخپله وټاکي. د زخرف سورې  آیتونه   دداسې ځایئګیو ښودنه کوي چې دتیر وخت او د راتلونکي وخت درستې پيښې اوترینګلتیاوط پکې ثبت شوي دي.

د قرآن کریم درې څلویښت سوره ؛زخرُف نومیږي. دغه سوره په ۸۹آیتونو سره دقرآن کریم په پنځویشتمې سپارې کې واقع ده . زخرف سوره یوه مکي سوره ده چې  دنزول په ترتیب کې هم درې شپتمه سوره ده چې پر رسول الله بزرګوار نازله شوې ده.

ددغې سورې نامه د زخرف له ټکي چې د زر او زیور په معنا ده او له ۳۵آیت څخه راخستل شوی دی. دغه ټکی ددنیا بې ارزښتوالي او دینوي مسئلو ته اشاره  کوي.

دغه سوره د قرآ کریم او د پیغمبر اکرم(ص) دنیوت ا همیت ، دتوحید دځينو دلیلونو او له شرک سره دمبارزې په باب خبرې کوي او د پيغمبرانو او د هغو د قومونو او پخوا زمانې  پيښې بیانوي. دځينو تفسیري کتابونو په اساس،ددغې سورې اصلي چورلیز،  انسان ته دخبرداري انداز  دی.

ددغې سورې په پیل کې  د قرآن مجید  او د  اسلام د پیغمبر(ص) دنیوت د اهمیّت  او ددغه آسماني کتاب په وړاندې د  نا دانو کسانو د نامناسب چلند  په اړه هم خبرې  کوي.

 ځیني  د توحید ددلیلونو او  پر انسانانو د خداوندمتعال دډول ډول نعمتونو شمیر ښئ. همداراز له شرک سره د مبارزې او په خدای تعالی د ناروا نسبتونو نفی کولو او له خرافاتو سره او  د ړندو تقلیدونو سره په مبارزې ټينګار کوي او په دې اړه د حضرت ابراهیم، حضرت موسی او حضرت عیسی عیهم السلام  پشمول د پخوانیو نبیانو پر ژوند خبرې کوي.

د معاد مسئله او دمومنانو جایزه او د کافرانو سپير برخلیک او تاریخچه  هم پکې مطرح شوې ده . همداراز اشاره کوي ،هغو باطلو ارزښتونو ته چې د بې ایمانه کسانو پر افکارو واکمن دي چې ددغو بې اساسه ارزښتونو  په خاطر د ژوند دمهمو مسئلو په باب پخپلو ارزونو کې  له ډول ډول تیروتنو سره لاس او ګریوان کیږي.

یوه هغه مسئله چې په دغې سورې کې ورته اشاره شوې ده ،هغه  ځائيګي دي چې په ؛ ام الکتاب ؛ او ؛ لوح المحفوظ ؛ عنوانونو سره مطرح شوې  دي. ؛ام الکتاب؛  عنوان ،په آل عمران ،رعد اوزخروف درو سورو کې راغلی دی.په ځينو روایتونو کې ام الکتاب پر ټول قرآن  او  په ځينو نورو کې  حمد سورې  ته وئيل شوي دي.لوح محفوظ هم هغه ځائيګی دی چې دنړۍ درستې پیښې په کې ثبت شوي دي . دغه پيښې،له بشبړ جزیاتوسره یوځاي دي  او هیڅکله هم د بدلیدا او ګډوډیدا وړ نه دي .ددغه کتاب جنس معلوم نه دی،که څه هم  قطعا  د  مادي او کاغذي  کتاب له جنسه  نه دی.

تړلې خبرونه
captcha