IQNA

د الجزایر د پوهنتونونو د قرآن دحافظانو د درنښت ترټولوسترې دستورې ترسره شوې

15:16 - November 28, 2022
د خبر لمبر: 3486523
ایکنا-(تهران)د الجزایر د وهران ګورنر د قرآن کریم د  ۱۶۸هلکانو او انجونو محصیلو حافظانو د درنښت په دستورو کې  هر یوه حافظ ته د مفرده عمرې د سفر ډالۍ ورکړې.

ایکنا خبری آژانس د لشروق له قوله راپور راکړ، د الجزایر وهران پوهنتون ددغه هیواد دپوهتونونو په تاریخ کې د قرآن د حافظو محصیلینو ددرنښت د ترټولو سترو دستورو شاهد ؤ. په دغو دستورو کې  د الجزایر د وهران ګورنر  السعید سعود هر یوه حافظ ته د مفردې عمرې د تګ راتګ ډ هوائي ټکټ ډالۍ  وړاندې کړې.

 وهران ولایت  په فیس بوک ټولنیز چینل  کې پخپلې رسمي پاڼې کې وئيلي دي، ددغه ولایت ګورنر د قرآن کریم یوسل اته شپيتو حافظانو ته  دمفرده عمرې  خرڅه ډالۍ کړه.

دغه دستورې په وهران احمد بن بلا پوهنتون کې ترسره شوې او د الجزایر د پوهنتونونو په تاریخ کې د قرآڼ د حافظانو د قدرونې اودرنښت ترټولو سترې دستورې دي.

د وهران پوهنتون  میډیکل پوهنځي د قرآکریم ترټولو زیات  شپیته حافظان  لري او سل نور حافظان هم په ترتیب سره د درمل جوړونې،د انساني علومو او د ډينټل پوهنځيو سره اړونده  دي.

دغه ټول محصیلین به ډیر زر مفرده عمرې ته ولیږدول شي.

په دې باب یوانځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

برگزاری بزرگ‌ترین مراسم تقدیر از حافظان قرآن در تاریخ دانشگاه‌های الجزایر

برگزاری بزرگ‌ترین مراسم تقدیر از حافظان قرآن در تاریخ دانشگاه‌های الجزایر

برگزاری بزرگ‌ترین مراسم تقدیر از حافظان قرآن در تاریخ دانشگاه‌های الجزایر

برگزاری بزرگ‌ترین مراسم تقدیر از حافظان قرآن در تاریخ دانشگاه‌های الجزایر

https://iqna.ir/fa/news/4102938/%

captcha