IQNA

په لاهور کې د اسلامي هنرونو په نندارتون کې له امیرالمومنین(ع)سره منسوب قرآن نندارې ته وړاندې شو

7:09 - November 26, 2022
د خبر لمبر: 3486509
ایکنا-(تهران)د پاکستان په لاهور کې  د ایران کلتوری خونې له حضرت امام  علی علیه السلام سره منصوب  د قرآن یوه نسخه په دغه ښار کې د اسلامی هنر په نندارتون کې دعامو خلکو نندارې ته وړاندې کړې ده.

ایکناخبری آژانس له لاهوره راپور راکړ، دغه نندارتون چې  له تیرې پنجشنبې ورځې راهسې پیل شوی ، د سالامی خوشخطۍ،دقران خطي نسخو او صوفیانه موسیقۍ پشمول داسلامی هنرونو مختلف اړخونه ئې  دعامو خلکو نندارې ته وړاندې کړي دي او د  اسلامی علومو او هنرونو څوارلس سوه کلن  تاریخ  ئې د سمینارونو، نندارتونونو،ورکشاپونو، د قوالیو د پروګرامونو، دکتابونو د سټالونو او نورو فعالیتونو له لارې ارزول شوی دی.

ددغه نندارتون  یوه مهمه برخه د قرآڼ کریم ډیرکم لیدونکي نسخې،د قرآن تذهیب شوي نسخې،د  ایرانیانوپشمول د پخوانیو استاذانو او هنرمندانو هنري آثار دي

په دغه نندارتون کې د مشهد د قدس رضوي آستان  دټولګې له امیر المؤمنین حضرت امام علی ابن  ابی طالب (ع)سره منصوب د قرآن کریم یوه نسخه،په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې ده چې د لیدونکو له تود او پراخ هرکلی سره مخ شوې ده.

په کوفی خط لیکل شوي دغه نسخه  په لاهور کې دایران په کتلوري خونې کې ساتل کیږي او په مختلفو مناسبتونو اونندارتونو کې د عامو خلکو او مینه والو نندارې ته وړاندې کیږي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4101891/%D8%B

captcha