IQNA

تفسیر او مفسّران /4

؛تسنیم ؛نومې تفسیر د اسلام په تاریخ کې تر ټولو مفصل تفسیر دی

15:01 - September 16, 2022
د خبر لمبر: 3486225
ایکناا-(تهران) تسنیم نومې تفسیر د قرآن کریم ترټولومفصل تفسیردی چې د اسلام له سرکینیو وختونو تردې دمه لیکل شوی دی  چې په تیرو څلویښتو کلونو کې د آیت الله جوادي آملي د تفسیر د غونډو او کلاسونو  محصول دی او د خپلو درو اصلي سرچینو سربیره،یعني پر قرآن ،سنت اوعقل سربیره و دخپل تفسیر دبیانولو لپاره ئې د عارفانو او فلسفیانو  له کلام او دعربانو له ادبیاتو استفاده کړې ده.

؛تسنیم تفسیر؛ یو ترټولو په تفصیل سره  یا حتی  د قرآن کریم ترټولو مفصل تفسیر دی چې د اسلام له سرکینیو وختونو تردې دمه لیکل شوی دی. ددغه اثر نامهه د مطففین سورې  له ۲۷ او ۲۸آیتونو څخه  اخستل شوې ده. ؛ «وَمِزَاجُهُ مِنْ تَسْنِيمٍ عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ؛ او ترکیب ئې (سرچینه) تسنیم ده  یوه داسې چشمه چې له خداي سره نزدې کسان (مقربان)ورڅځه وڅښي::

دغه لوي اثر د هغو تفسیری ناستو اوغونډو نتیجه ده چې له ۱۳۵۹لمریز کال څخه پیل شوي او پرله پسې څلویښتو کلونووروسته ،د ۱۳۹۹لمریز کال په فروردین میاشت کې پاي ته ورسید.تردې دمه دتسنیم تفسیر درې شپيته جلده خپره شوي دي  او تمه کیږي دغه جلدونه  کابو پنځه اتیاؤ ټوکو ته ورسیږي. آيسیسکو ادارې دغه تفسیر په ۱۳۸۵لمریز کال کې  د اسلامی او قرآني مطالعاتو په ډګر کې لا برلاسه تحقیق په توګه غوره کړی دی .

د ؛تسنیم ؛تفسیر ځانګړنې؛ دا په فارسي ژبې دقرآن یو  ترتیبی تفسیبر دی. ددغه تفسیبر چورلیزي روده ،المیزان (قرآن له قرآن سره )تفسیر ته ورته دی. مفسّر دخپلو درو اصلي سرچینوترڅنګ،یعني  دقرآن ،سنت او عقل اصلی درو سرچینوترڅنګ، په ډيرو موردونو کې د خپل مقصد د بیانولولپاره د عربانو  دادبیاتو ،فلاسفرانواوعارفو له کلامه استفاده کړې ده.

د تسنیم تفسیري روده یوه جامعه اجتهادی روده او قرآن له قرآن سره ،قرآن له سنت سره  او قرآن له عقل سره کارول شوی دی.په دوي کې ترټولو غوره  او کارنده روده د؛ له قرآن سره د قرآن تفسیر؛ دی،ځکه دتفسیر ترټولومهمه سرچینه پخپله قرآن دی چې بیانونکی او د خپل ځان شاهد دی.

د تسنیم د مفسر په اند،له قرآن سره دقرآن تفسیر ، د پيغمبر اکرم او اهل بیت علیهما السلام د تفسیر روده ده چې  له هرې نظرې تیروتنې پاک او له هرې لړزانتیا خوندی دی اوپه نتیجې کې ورڅخه پيروي لازمه ،حیات پنځونکي  او ژغورونکي ده.

به باور مفسر تسنيم، تفسير قرآن به قرآن، شيوه تفسيری پيامبر اكرم(ص) و اهل بيت(ع) است كه از هر خطای نظری معصوم و از هر لغزش عملی مصون بوده و در نتيجه پيروی از آنان لازم، حيات‌آفرين و نجات‌بخش است.

د محتوا وړاندې کونې چوکاټ؛دکتاب برابرونکي روده داسې ده چې مولف په پیل کې یو آیت اویا آیتونه راولي او وروسته ئې تفسیر په څلورو چورلیزونو کې بیانوي. لومړی،دتفسیر خلاصه ،دوهم تفسیر،دریم ټکی او اشراې  او څلورم روایتی بحث.

د مولف ژوند؛عبدالله جوادي آملي (۱۹۳۳کال کې زیږیدلی) په اوسمهال پړاؤ کې د اهل تشیَع یو مراجع او دقم دعلمیه حوزې یو غوره استاد دی . هغه د آيت الله بروجردي ،امام خمینی  او علامه طباطبائي شاګرد پاتې شوی دی  او دتهران و قم په علمه حوزو کې ئې کابو شپیته کاله د فلسفې،عرفان ،فقې او تفسیر په څير دعلومو په زمینو کې تدریس او تالیفات درلودلي دي

captcha