IQNA

سلام فرمانده حماسي سرود

د پاکستان د پاره چنار د تنکیو زده کونکو له خولې(بشبړفلم)

ایکنا-(تهران) د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې دپاره چنار په ستر سټیډیم کې  د زرګونو زده کونکو او دهغود مور پلار په شتون سره سلام فرمانده حماسی سرود په درستې سیمې انګازې وکړې.

ایکناخبری اژانس راپور راکړ،د پاکستان دکورمې ضلعې په مرکز پاره چنار کې په سترسټیډیم کې د زرګونو محصیلینو او دهغوي دمور پلار ،دینی عالمانو ،سیاسی او ټولینزو فعالانو او د استاذانو په شتون  کې د سلام فرمانده نومې حماسی سرود چې کابو یوه میاشت مخکې وړاندې شوی ؤ، تر دې دمه  دسیمې په خلکو کې  هماغه راز اثرات لري او  دسیمې  خلکو د کورمې سیمې د  تحریک حسیني له مشرانو ، چې ددغه حماسي سرود درست  انتظامات ئې په غاړه درلودل ،غوښتي دي چې دغه شان  معنوي اوروحاني پروګرامونه دې لږترلږه  په څو میاشتو کې یوځل حتما ترسره کوي ،څو په خلکو په تیره بیا په محصیلینو او زده کونکو کې د خپل امام دپيژندګلوۍ او  ورسره دمینې څپې څو چنده شي.

ایکناخبری آژانس د پاکستان  د کورمې  سیمې د تحریک حسینی  مشر سید تجمل حسین او د هغه د ملګرو له خوا  ددغه ویاړ  او زیار په قدرونې  سره  خپلو خوږو مینه والو ته ددغه حماسی سرود بشپړ ویډیوئي فلم وړاندې کوو.