IQNA

هندوستان کښې د اذان اپلیکشین وړاندې کیږي

14:47 - May 24, 2022
د خبر لمبر: 3485827
تهران(ایکنا)د هندوستان په مهاراشټرا صوبې کښې د محصیلینو لخوا د اذان په ژوندۍ بڼه

هندوستان کښې د اذان اپلیکشین وړاندې کیږي د خپریدا په شمول په څو ځانګړنو سره نوی اپلیکشین طراحي شوی او زر به هغه اجرا شي .

ایکنا خبري اژانس د «فري پرس ژورنال» په قول وویل د « الاصلاح » په نوم د اینټرنیټ اپلیکیشن چې ټاکل شوي ده د روانې میاشتې تر پاې پورې اجرا شي د جوماتونو لپاره د یوه بستر په توګه عمل کوي خپل پیغامونه او اطلاعیې خلکو ته وړاندې کړي او  د هر ډول مشکل یا مسلې  له حل کولو سره چې ممکنه ده ښاریز یې ولري مرسته وکړي .

دغه اپلیکیشن به له اجرا کیدا وروسته د بمبئ د جامع جومات لخوا استعمال شي.

د بمبئ د جامع جومات د امنا پلاوي مشر شعیب خطیب وویل :دغه پروګرام په اخري پړاو کښې دی او د روانې میاشتې تر پاې پورې به اجرا شي.

 هغه وویل مونږ له خپل جومات څخه دغه اپلیکیشن پیلوو او نور ټول جوماتونه چې له دغه پروګرام څخه استفادې کولو ته ګروهنه لري کولای شي له  دغه پروګرام څخه په اسانۍ سره استفاده وکړي .

د هندوستان د مهاراشټرا کالج پرنسپلې میرمن سیما شیخ د دغه پروګرام د ځانګړتیاو په هکله وویل یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې جومات کولای شي د دغه اپلیکشین له لارې خلکو ته اطلاعیې ورکړي چې د ډیرو مسائیلو یا پوښتنو له روښانه کیدا سره چې خلک یې لري مرسته کولای شي .

هغې وویل په لومړۍ نسخې کښې یوازې جومات   کولای شي اطلاعیه واستوي خو له ورپسې نسخې څخه حتی خلک خپلې پوښتنې استولی شي .

دغه راز د جوماتونو اړتیاو ته په پام سره بیلابیلې سپارښتنې هم کولای شي خو اصلي ځانګړتیا دا ده چې یعني د اذان په ژوندي بڼه خبریدل به ثابت پاتې شي .

د دغه اپلیکیشن نورې ځانګړتیاوې د نږدې جومات پیدا کول او د لمانځه د وخت معلومول دي .

سیما شیخ وویل دغه ټیکنالوژۍ  به نه یوازې د ټولو جوماتونو لپاره بلکې د نورو دینونونو لپاره هم لاسرسی ولري .

دا ډول پروګرامونه په یوې ټولنې  یا په یوه مذهب پورې نه اړوندیږي  که چیرې د بلې کومې ټولنې غړي هم وسي چې ګروهنه لري د دا ډول اعلانونو او په ژوند ډول د پروګرامونو د خپرولو په امکاناتو سره کوم پروګرام لري د هغوې لپاره به هم لاسرسی ولري .

په هر حال دا یوازې ټیکنالوژۍ ده او ټول خلک ترې استفاده کولای شي .

https://iqna.ir/fa/news/4059114

بچوې: نما ، اذان ، مسجد
captcha