IQNA

د ایران د خلکو له میړانې ډکه دفاع یو نه انکاریدونکی حقیقت دی

18:11 - September 24, 2021
د خبر لمبر: 3484682
 تهران(ایکنا)- د ایران خلکو په هوشمندۍ او ذاتي او انقلابي بصیرت او د سپیڅلي دفاع په تجربو سره تل له دښمن څخه په څو ګامه وړاندې کیدا سره په سرلوړې سره د خپل تمدني او د ایډیالې حرکت مخ ته تلل تضمین کړي دي .

 

 

اېکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو په یوې اعلامیې کښې ټینګار وکړ د ایران د ملت له بریالیتوب ډکه دفاع د اوسمهاله تاریخ ناانکاریدونکی حقیقت دی  .

د ایران سپاه پاسداران په یوې بیانیې کښې د سپیڅلي دفاع د اته څلویښتمې (۴۸) کلیزې په درنښت سره د ایران د  ملت له اقتدار او بریالیتوب څخه د ډکې دفاع دوام د اوسمهاله تاریخ نه انکاریدونکی حقیقت او له سیمې د امریکا د وتلو ضامنه او د اسلام له جغرافیې څخه د صهیونیسټ رژیم د سرطاني دانې جراحي کول وباله .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د ایران د ملت پرضد د عراق اته (۸) کلن تپلی جنګ د نړیوالو حقوقوق او اصولو پرضد اقدام او د سیمې د ثبات ګډوډونکی و او د سیمې په امنیت باندې د هغه ورانونکي پایلې او اثار د استکباري او د سلطه ګرو قدرتونو چې په سر کښې یې د امریکا جنګ غواړی او ترهګر حکومت و په ملاتړ او له تیریګرو سره د سیمې د عربو مرتجحو حکومتونو ملګرتیا په فارس خلیج او لویدیځې اسیا سټراټیژیکې سیمې باندې د تیریو د دوام او د نورو جنګونو د رامینځته کیدا سبب شول .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په بیانیې کښې ویل شوي دي د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د نړیوالو اشرارو او د استکبار تپلی جنګ له یوې (۱) خوا د اسلامي انقلاب ضد د جبهې او د سیمې او له سیمې د ورهاخوا دښمانانو د ناکامۍ ښودنه کوله او له بلې خوا یې دغه حقیقت انځور کړی چې ایران او د ایران خلکو په هوشمندۍ او ذاتي او انقلابي بصیرت او د سپیڅلي دفاع په تجربو سره تل له دښمن څخه په څو ګامه وړاندې کیدا سره په سرلوړې سره د خپل تمدني او د ایډیالې حرکت مخ ته تلل تضمین کړي دي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106040

captcha